دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 88636
په تخار ولایت کې د طالبانو نومول شوی ولسوال او یو تن همکار یې ونیول شول!
په تخار ولایت کې د طالبانو نومول شوی ولسوال او یو تن همکار یې ونیول شول!
د طالبانو لخوا د تخار ولایت د چاه آب ولسوالی نومول شوی ولسوال په نوم دی محمدفاضل مشهور په(سنګریار) د امیرخان زوی، د تخار ولایت د چاه آب ولسوالی د خلیان کلی اوسیدونکی، چې له پولې هاخوا د ترهګرو ډلو او کړیو په لارښوونه یې یو اندازه تبلیغاتی پاڼي، نقشي او د چاه آب، درقد او ینګي قلعه ولسوالیو د ټاکنیزو سایټونو فهرستونه یې له پاکستان هیواد څخه د تخار ولایت چاه آب ولسوالی ته رالیږدولی ول، او غوښتل یې تر څو د جمهوری ریاست او ولایتی شوراګانو د ټاکنو پر مهال په چاه آب، درقد او ینګي قلعه ولسوالیو په ټاکنیزو سایټونو باندې یو لړ تروریستی او ورانکاره بریدونه په لاره واچوي، چې خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه له خپل یو تن همکار په نوم د ملاغفور مشهور په(خالبازار) د عثمان زوی او یو اندازه تبلیغاتی پاڼو او د ټاکنیزو سایټونو له فهرستونو سره یو ځای د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو لخوا ونیول شول .
نیول شویو کسانو د لومړنیو څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف او پیښه د لا زیاتو څیړنو لاندې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciqqav.t1avp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته