دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 127481
په هلمند ولایت کې د جګړې پر کړنلاره د کارپوهانو نیوکې
د کورنیو چارو وزارت مني چې په هلمند ولایت کې پولیس له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او وايي، په دغه ولایت کې پولیس زیاتو مرګ ژوبلې او د تجهیزاتو له ضایعاتو سره مخامخ دي.
د کورنیو چارو وزارت مني چې په هلمند ولایت کې پولیس له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او وايي، په دغه ولایت کې پولیس زیاتو مرګ ژوبلې او د تجهیزاتو له ضایعاتو سره مخامخ دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د هلمند ولایت حالت«عادي» نه بولي او زیاتوي چې یاد ولایت کې پولیس په دفاعي حالت کې دي.
صدیق صدیقي همداراز زیاتوي:«د هلمند ولایت حالت ښه نه دی، او زموږ پولیس د دغه ولایت دفاع باندې بوخت دي. کله چې ستاسو یو تشکیل ‎په یوه ولایت کې له ستونزو سره مخامخ وي، نو هغه له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي. لومړۍ د ضایعاتو له مخې، تجهیزاتو او هغه څه چې تاسو یې فکر کوئ.»
په هلمند کې د ۷ یا ۸ زره طالب جنګیالیو پر وړاندې د کابو ۴۰ زرو افغان امنیتي ځواکونو د مبارزې څرنګوالي سختې نیوکې راپارولي دي.
د هلمند ولایت امنیه قومندان، آقانور کېنتور وايي:«کابو د ۴۰ زرو جدول شته، رپورونه وايي چې دښمن په هلمند کې ۷ تر ۸ زرو پورې دي. او پر وړاندې یې موږ ۴۰ زره کسان د ټوپ الوتکو سره چې باید موږ یو تن هم نه وی پرېښی. ښکاره ده چې یو تن هم نلرو او له ۴۰۰تنو څخه ۱۰۰تنه پیدا کېږي.»
په هلمند کې ۵۰ سلنه خیالي پولیس بلل کیږي. په دې لړ کې نور امنیتي ځواکونو لکه اردو کې هم د خیالي پولیسو شتون ته اشاره شوې ده.
خو ملي دفاع وزارت په اردو کې د خیالي سرتېرو شتون ردوي.
د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي:«اکثر د جګړې په شکل نه پوهېږي؛ مسکلي نه دي. نه پوهيږي چې جګړه څه مانا لري، او څه شکل ده، هغه جګړه چې په افغانستان کې ده تر ټولو سخته او ستونزمنه جګړه ده.»
یو شمېر کارپوهان په جګړو کې د ځواکونو د کارولو څرنګوالی، د جګړې د سمې تګلارې نشتوالی، او همداراز په جګړه کې ناتوانۍ د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د مبارزې کمزورتیا بولي.
د پوځي چارو کارپوه، عتیق‎الله رحیمي وايي:«هلمند نن د فساد مرکز دی؛ د قاچاقو مرکز دی؛ په هلمند کې هغه کسان ګمارل کېږي چې ښې پیسې ورکوي او له هغو څخه هم ښه ګټه ولر؛ کنه نو ۴۰ زره سرتېري ډېر زیات دي.»
د هلمند ولایت د امنیه قوماندان د شمیروله مخې دغه ولایت کې له ۴۰ زرو زیات امنیتي ځواکونه شته دي او کابلو ۷تر۸ زره طالب وسله‎وال فعالیت کوي.
په هلمند ولایت کې د پولیسو شمیر ۱۰ زره، د اردو ۱۶زره ښودل شوي دي. د عامه نظم پولیس، ملي امنیت او سیمه‎ییز پولیس هم د هغوی په ډله کې دي.
https://avapress.com/vdcivyazzt1ar52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته