دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 56865
د هند او پاکستان اړیکې عادي کیږي
د هندوستان دولت وویل چې له پاکتسان سره د سولې بهیر به ډیر زر خپلې تیرې مثبتې لارې ته ستون شي.

د ایرنا خبري ازانس د راپور له مخې د هند خارجه وزیر سلمان خورشید پرون په دې بیان سره چې د دغههیواد دولت د کشمیر پّ کنټرول لاین کې په ډزو او دیو هندي عسکر د سر د غوڅیدو په پیښه بې پروا نه دی وویل په اړه باید په تلوار سره غبرګون ونه ښیو.

ښاغلي سلمان خورشید په دې د خواشنیۍ په څرګندولو سره چې په رسنیو کې له چوکاټه بهر بحثونه روان دي وویل : دد واړو هیوادونو د پوځونو د عملیاتي مشرانو تر مینځ خبرې اترې روانې دي او ددغه بهیر مثبتې نښې هم لیدل کیږي.

هغه په دې بیان سره چې وخت به معلوموي چې د سولې بهیر څنګه پر مخ ځي د پاکستان دخارجه وزیرې میرمن حنا رباني کهر سره دخبرو اترو د وړاندیز د ردولو په هکله ویول ددواړو هیوادونو تر مینځ موجوده فضا باید ښه شي.

د هند خارجه وزیر د دواړو هیوادونو په اړیکو کې موجوده فضا عامو حالاتو ته نزدې وبلله او زیاته یې کړه . اوس په کنټرول لاین کې هیڅ ډول نښته نیشته او کراره کراري ده او دا د خبرو اترو له پرمختګ سره مرسته کولی شي.

د پاکستان او هند په کنټرول لاین کې د دوو پاکستاني او دوو هندي عکسرو له وژل کیدو وروسته د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې خړ پړې شوې وې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchm6nm.23n--djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته