دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 95792
مدني ټولنو د ملي شورا د حقونو د خوندیتوب د تصویب شوې طرحې په وړاندې بیا مظاهره وکړه
د مدني ټولنو سلګونو غړو نن په کابل کې د ملي شورا د حقونو او امتیازاتو د خوندیتوب د تصویب شوې طرحې په وړاندې یو ځل بیا مظاهره وکړه. 
مظاهره کوونکو دا طرحه د هېواد د ملي ګټو خلاف وبلله او وې ویل، چې نهایي کېدل به یې د قوانینو د تصویبیدو فرهنګ زیانمن کړي. 
تیره اونۍ د افغانستان ولسي جرګې د ملي شورا د غړو لپاره د امتیازاتو او خوندیتوب طرحه تصویب کړه چې وروسته د مشرانو جرګې له خوا د رایو په اکثریت رد شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcj8aeh.uqeihz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته