دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 193017
عمران خان د سعودي او ایران د منځګړتوب لپاره تهران ته رسېدلی
د پاکستان لومړی وزیر له چین څو ورځې وروسته نن ایران ته تللی او د دغه هیواد له ولسمشر حسن روحاني سره په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو غږېدلی دی.

ښاغلي عمران خان ته د هرکلي لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر هوایي ډګره ورغلی او ټاکل شوې چې نوموړی به د نن ورځې تر پایه د ایران له مذهبي رهبر ایت الله علي خامنه یي سره هم وویني.

عمران خان غواړي د ایران او سعودي عربستان د لانجې منځګړیتوب وکړی خو ایران هم ویلي چې له سعودي سره هر ډول خبرو او مذاکراتو ته حاضر دی.

عمران خان چې پنځه میاشتې وړاندې هم ایران ته تللی و، د تهران د سفر له پایته رسولو وروسته به سعودي عربستان ته ولاړ شي.
https://avapress.com/vdcgqw9quak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته