دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 60839
دافغان غږ دخبري آژانس له مشر ښاغلي سید عسیی حسیني مزاري:

دافغانستان دولسمشر امریکايي ضد څرګوندونې د سیاسي ګوندونو له ملاتړ سره مخ نشوې

دافغانستان دولسمشر امریکايي ضد څرګوندونې د سیاسي ګوندونو له ملاتړ سره مخ نشوې

د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي چې په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې دامریکايي ځواکونو په چلند او سیاست سخته نیوکه وکړه، نه یواځې د هیڅ یوه سیاسي ګوند له ملاتړ برخمن نشو بلکه د امریکا د ملي ګټو په لړ کې د د سیاسي ګوندونو له نیوکو سره هم مخ شو.
ښاغلي کرزي نیوکه کړې وه او ویلي وو چې باید ځانګړي امریکايي ځواکونه له وردک ولایت څخه واوځي،ځکه چې هلته یې پخپل سره وسله والې ډلې جوړې کړي، او د ناامنۍ سبب شوي دي.
هغه نیوکه کړې وه چې امریکا په پټه له طالبانو سره خبرې اترې کوي خو په ظاهره له هغوي سره جنګیږي، او په نتیجې کې بې ګناه خلک وژل کیږي.
ښاغلي کرزي ، حکومت ته د بګرام د بند دسپارلو غوښتنه هم کړې وه چې امریکا د دې بند په سپارلو کې په خپله ژمنه عمل و نکړ.
په دې منځ او مان کې ځينو سیاسي ډلو پر دې سربیره چې په امریکايي ځواکونو یې نیوکه ونکړه بلکه له پردیو رسنیو سره غږمله شول ، او په ښاغلي کرزي یې تر دې حده دباو راوسته چې مجبوره شو په امریکايي ضد څرګندونو کې شاتګ وکړي، لږه په نرمۍ سره خبرې وکړي.
د ښاغلي کرزي ویاند وویل، په امریکا له نیوکې د حامد کرزي هدف دا نه دی چې له امریکا سره روابط غوڅ شي، بلکه هدف دا دی چې باید امریکايي ځواکونو په چلند او چارو کې اصلاحات وشي.
البته دا چاره د ښاغلي کرزي سختې نیوکې او له امریکا يي تمه نه کمیږي.
په دې زمینې کې مونږ د صداي افغان یا دافغان غږ دخبري آژانس له مشر ښاغلي سید عسیی حسیني مزاري څخه پوښتنه وکړه چې ولې ځينې ګوندونه دهیواد دګټو او مصلحتونو په اپوټه دریځ غوره کړ، نو هغه هم زمونږ ته وویل، دغه ګوندونه په داسې حال کې د ښاغلي کرزي په امریکايي ضد څرګندونو نیوکې وکړې چې پخوا یې تل ښاغلی کرزی د امریکا په نوکرۍ او ګوډاګي توب تورنوه، چې ابلته دغه تول هم په دې معنې نه وو چې دغه ګوندونه وطن دوسته دي، بلکه په دې معنی وو چې غوښتل یې په امریکا ومني ،چې دوي دغه ګوندونه دې ،د افغانستان دقدرت په سر کې راشي، او له ښاغلي کرزي هم ښه کولی شي چې دامریکا په خدمت کې وي.

هغه زیاته کړه حامد کرزی نه باید له ځپلو دریځونو شاتګ وکړي، او د افغانستان ملت یې هم ملاتړ دی. 

سرچینه: پشتو رادیو

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnj09.yt0zs6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته