دافغانستان دکنړولایت دپولیسو قوماندان عبدالحبیب سیدخیل نن ویول بیګا دپاکستان له خاورې دکنړولایت په دنګام ولسوالۍ اولس توغندي لیګیدلي البته کومې مرګ ژوبلې ئې نه دي درلودلي .
په همدارووسیتو اونیو کې دافغانستان دحکومت له اعتراضونو سره سره دپاکستان له خاورې دکنړولایت په پوله ایزو سیمو توغندوي حملې زیاتې شوي دي.
څه موده مخکې دافغانستان کورنیو چارو وزارت دپاکستان له حکومته غوښتي وو چې دغه حملې دې ودروي که داسې نه وي نو کابل هم تیار دی څو دپاکستان پر خاورې ورته توغندي وولي .
دافغان چارواکو په وینا سږکال له لومړیو راهسې تر دې دمه دپاکستان له خاورې پر افغانستان څه دپاسه شپږزره توغندي ویشتل شوي دي.
داپه داسې حال کې دي چې دپاکستان اړونده چارواکو دغه ډول ادعاګانې تل رد کړي او ویلی ئې دي ډپاکستان پوله ساتونکو هیڅکله هم دافغانستان په خلاف داسې کوم اقدام نه دی کړی بلکې دوسله وال طالبان دي چې دپاکستان پر سرحدي سیمو له حملو وروسته دافغانستان په لور تښتي او ممکنه ده دهغوي په خلاف پوله ساتي ځواک کوم اقدامت کړي وي.