دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 102667
عربستان د یوه کلتوري مرکز د جوړېدو په لټه کې دی، که د وهابیت د تبلیغ د مرکز جوړېدو په لټه کې؟

په افغانستان کې د عربستان سفیر، مصفر عبدالرحمن الغاصب ویلي چې هېواد یې نیت لري په کابل کې یو داسې کلتوري مرکز جوړ کړي چې دنوموړي په وینا دغه کلتوري مرکز به نه یوازې د افغانستان او سعودي عربستان ددوستۍ لپاره د یوه څرګند ثبوت په توګه وي، بلکې د معتدل اسلام د اصولو یو ستر ښوونیز مرکز به هم وي.
په کابل کې د عربستان سفیر همدارنګه ویلي چې دغه کلتوري مرکز چې د افغانستان او عربستان د حج او اوقافو وزارتونو له خوا اداره شي، د جګړې او ترهګرۍ پرضد او د اعتدال رامنځ ته کولو لپاره به روزنه پکې کېږي.
په کابل کې د عربستان د سفیر په وینا په دغه مرکز کې به یو ستر جومات هم جوړ شي چې په یووخت کې به د کابو شل زره لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا ولري او همدارنګه یو د کنفرانس تالار، اداري او درسي مرکزونه، شنه فضا او نور د اړتیا وړ ځایونه او شیان به هم پکې جوړ شي.
د عربستان د سفیر په وینا ددې مرکز د دوانۍ د جوړېدو لګښت هیڅ محدودیت نه لري او هرڅومره چې د افغانستان د مالیې وزارت او ساختماني شرکت غوښتنه وکړي، د عربستان حکومت به یې ورکوي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر، محمدیوسف نیازي هم په دې اړه ویلي، د هغه موافقې له مخې چې ده له عربستان سره لاسلیک کړی او د افغانستان د وزیرانو شورا ته وړاندې شوی، ددې مرکز جوړېدو لپاره د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې یو لک، ۱۸زره،۹۰۰ مربع متره ځمکه ورکړل شوې ده او په لومړیو څلورو میاشتو کې به طراحي او وروپسې به په دوو کالو کې دغه مرکز بشپړ شي.
یاده دې وي چې مصفرعبدالرحمن الغاصب په کابل کې د ملي وحدت حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته په کابل کې د عربستان سفیر ټاکل شوی دی.
البته یاده دې وي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر، حامد کرزي د واکمنۍ په وخت کې هم د عربستان له خوا داډول غوښتنه شوې وه، خو هغه ددې کلتوري مرکز له جوړېدو سره ګروهنه نه درلوده.
داهم یوه پوښتنه ده چې ولې حامد کرزي د عربستان له خوا دداسې کلتوري مرکز له جوړېډو سره موافقه نه درلوده او په یوډول یې مخالفت کاوه؟ چې ځواب هم روښانه دی چې ښاغلی کرزی چې په پر افغانستان ۱۳کاله واکمن و او له هغه وړاندې هم دجهاد په وخت کې فعال و او له مختلفو جهادي ډلو سره یې اړیکه درلوده، تر بل هر چا ښه پوهېږي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ په ځانګړې توګه وهابیت جرړه چېرته ده.
البته کرزي د پاکستان او امریکا په اړه هم په ډاګه اعتراف کاوه چې دا دواړه هېوادونه نه غواړي د افغانستان جګړه ختمه شي او په عربستان کې د کعبې شریفې  خونې او د پیغمبر اکرم ص او د هغوی نورو اصحاب کرامو مبارزکو زیارتونو ته د درناوي له امله یې ددغه هېواد نوم نه اخیست.
عربستان د هغو افغانانو لپاره چې له شوروي سره د جګړې په وخت کې یې پاکستان ته هجرت کړی و، په دغه هېواد کې له ۶۰زره ډېرې مدرسې جوړې کړې وې او افغانستان چې هیڅکله هم د وهابیت له ښکارندې سره مخامخ شوی نه و، د عربستان ددې دیني مدرسو له برکته له وهابیت سره هم لاس او ګران دی او طالبان چې کابل یې پنځه کاله له دقیانوسي وخته په بده توګه اداره کاوه،په حقیقت کې له دیني مدرسو څخه راپورته شوي وو، چې په پاکستان کې د سعودي عربستان له خوا جوړې شوې وې.
البته باید وویل شي چې په دې وخت کې افغانستان د بل هر وخت په پرتله ښوونیزو او کلتوري مرکزونو ته اړتیا لري، ترڅو ددغه هېواد خلک، په ځانګړې توګه ځوانان د جهل له تیارو څخه له ووځي او هر هېواد چې د اصل محمدي اسلام پر اساس افغان مسلمان ځوانان او زلمیان وروزي، د قدر وړدي، خو پوښتنه داده چې د عربستان هغه مخینې ته په پام سره چې په پاکستان او افغانستان کې د وهابیت او سخت دریځۍ په رامنځ ته کولو کې یې مهم رول لوبولی دی، په ځانګړې توګه دا چې د عربستان حکومتي نظام د وهابي تفکر پر بنسټ رامنځ ته شوی دی، آیا دا هیله شته چې په افغانستان کې دې د عربستان کلتوري مرکز، د محمدي اسلام پر اساس د ې د افغانستان مسلمان خلک وروزي؟
د سعودي عربستان د حکومت تاریخ ددې ښودنه کوي چې دغه هېواد د نړۍ په هیڅ ځای کې د وهابیت د تفکر له اساس پرته پانګونه نده کړې.
په هر حال وبه لیدل شي چې په کابل کې افغان ځوانانو ته د عربستان په دې کلتوري مرکز کې څومره اصلي محمدي اسلام او څومره وهابي تفکر ور زده کېږي؟

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch-inzq23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته