دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 105960
۱۱ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ونیول شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې هلمند،ارزګان،لوګر،غزنی،خوست،زابل او کندهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۱ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۳ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د هرات او نیمروز ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg3n9qzak9zy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته