دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 106289
د افغانستان د کابینې نویو وزیرانو لوړه وکړه

 د ملي يووالي حکومت د کابينې ٨ وزيرانو، چې څو ورځې وړاندې يې له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه، د لوړې مراسم پرون د ولسمشر اشرف غني په حضور کې تر سره شول.
پنځه ورځې وړاندې د حکومت د ١٩ نوماند وزيرانو له ډلې، يواځې د ٨ وزارتونو نوماند وزيرانو او د ملي امنيت مشر له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه او پاتې نور رد شول.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري خبرپاڼه کې ويل شوي، په دغو مراسمو کې چې نن مازيګر په ارګ کې تر سره شول، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي، د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز، د کانونو او پټروليم وزير داوود شاه صبا، د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او د کليو د پراختيا وزير نصيراحمد دراني د لوړې مراسم تر سره کړل.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو مراسمو کې د ولسمشرۍ رياست دويم مرستيال محمد سرور دانش، د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود، د اجرايه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان او د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق هم ګډون درلود.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbw0b89rhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته