دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 108411
خالد مشعل، په قطر کی، د ایران دپارلمان د مشر سره وکتل
دفلسطین د اطلاع رسونی د مرکز د رپوټ له مخی، دایران د اسلامی شورا رئیس، علی لاریجانی، د فارس خلیج د څنډی عربی هیوادونوته، د خپل دوره ای سفر په دوام کی، پرون د قطر په پایتخت، دوحه کی؛ د حماس د سیاسی دفتر د رئیس، خالد مشعل په کتنه کی، د قدس او مسجدالاقصی په ضد، د صهیونیسټی رژیم د ګواښونو، او د غزی د دوامداری کلابندۍ په باره کی، خبری اتری وکړې .
علی لاریجانی، د کویټ او قطر هیوادونو ته له دوه ورځنی سفر وروسته؛ تیره شپه تهران ته ستون شو .
د ایران د پارلمان مشر، کویټ ته په سفرکی، د دی هیواد د امیر؛ لمړی وزیر، او د پارلمان د رئیس، او دوحی ته په سفرکی؛ د قطر د امیر او د یاد هیواد د نورو مسئولینو سره، کتنه او خبری اتری وکړی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca6an6649nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته