دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 117856
افغان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې ملي ټیم ته د ۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه
افغانستان له خپل کوربه سره مخکینۍ لوبه په لوی توپیر بایللې وه.

په پرونۍ لوبه کې لومړی بېټنګ افغانستان وکړ او په پنځوسو اوورونو کې یې شپږ لوبغاړي وسوځېدل او ۲۷۱ منډې یې جوړې کړې.

د زیمباوې ټول لوبغاړي په څه کم ۴۷ اوورونو کې په داسې حال کې وسوځېدل چې ۲۱۳ منډې یې جوړې کړې او د ۲۷۲ منډو ټاکلی هدف یې پوره نه شو کړای.

په افغان لوبغاړو کې پخواني کپټان محمدنبي او نورعلي ځدراڼ په بېټنګ کې ښه وځلېدل.

نبي په ۱۲۱ توپونو ۱۱۶ او ځدراڼ په ۹۹ توپونو شپېته منډې جوړې کړې.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به په دې لړۍ کې له زېمبابوې سره د سه شنبې، پنجشنبې او شنبې په ورځو درې نورې لوبې هم وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdk50f9yt0fj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته