دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 118708
افغان ولسمشر لوګر ولایت ته سفر وکړ
د جمهور رییس مرستیال ویاند سیدظفرهاشمي  ته وویل چې ولسمشر د لوګر له سیمه ییزو چارواکو خلکو او د خلکو له استازیو سره خبرې وکړې؛ څو د شته ستونزو د حل لارو په اړه د هغوی وړاندیزونه واوري.

ښاغلي هاشمي وویل، په دغه سفر کې ولسمشر امر وکړ چې باید د کابل او لوګر د امنیې قوماندانیو تر منځ همغږي زیاته شي او همداراز په دغه ولایت کې د ځمکو د غضب د مخنیوي؛ د کانونو د رایستلو او د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب پروسې ښې شي:

"په دغه سفر کې جمهور رییس له پوځي او ملکي چارواکو او همداراز د خلکو له استازیو او په مجموعي توګه د لوګر له خلکو سره خبرې وکړې. وضعیت یې له نږدې وکوت. له خلکو یې واورېدل. د ستونزو او د ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې. له ټولو مهمه دا ده چې د هغوی وړاندیزونه یې واورېدل چې څنګه ستونزې حل شي.

همداراز د لوګر او کابل د امنیې قوماندانیو د لا همغږۍ په سر ټینګار وشو؛ ځکه چې واټن نږدې؛ خو ګواښونه مشترک دي."

له ولسمشر سره په دغه سفر کې د دفاع وزارت د سرپرست معصوم ستانکزي په شمول یو شمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي مل و.

لوګر چې کابل ته تر ټولو نږدې ولایت دی وخت ناوخته د افغان پوځیانو او وسله والو مخالفینو جګړې په کې کیږي او د رپوټونو له مخې همدا مهال یې ځینې ځینې ولسوالۍ او یو شمیر سیمې تر جدي ګواښ لاندې دي.

اخوا د پخواني ولسمشر سلاکار وزیر شهزاده مسعود وايي؛ که څه هم ولایتونو ته په خاصه توګه لوګر؛ ته د ولسمشر سفر اغیزمن تمامیږي؛ خو دا چې خلکو ته په کې کوم غټ زیری ونه لري؛ نارضایتۍ رامنځته کوي.

ښاغلي مسعود له آزادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې خلکو له ولسمشره په دغه سفر کې د ډېرو لویو پروژو او لویو کارونو د پیل او پرانیستلو هیله درلوده؛ خو داسې هېڅ هم ونه شول:

"د ولس لپاره یې داسې خاص شی نه درلودل چې ولس په هغې باندې خوشحاله شوی وای. د ولسونو سره چې ما هلته خبرې وکړې؛ د هغوی توقع ډېره زیاته وه، خو د توقع برخلاف داسې کومه خاصه برنامه نه وه.

طبیعي خبره ده چې له امنیتي سکتورنو سره یې ولیدل او خپلې اغیزې به لري؛ خو څه چې د ولس غوښتنه وه؛ متاسفانه داسې کوم څه نه و د خلکو لپاره."

ښاغلي مسعود ټینګار وکړ چې ولسمشر باید ولایتي سفرونو ته دوام ورکړي؛ خو هر یوه ولایت ته باید د خلکو له تمې سره سم د لویو او بنسټیزو کارونو د پیل هڅې وکړي.

که څه هم ولسمشر د ټولو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو سره د خبرو په خاطر وخت ناوخته له هغوی سره د ویډیو کنفرانس له لارې تماسونه نیسي؛ خو کم لیدل شوي چې له نږدې یوه ولایت ته سفر وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcawan6a49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته