دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 118815
ملارسول: په افغانستان کې د داعش او القاعده وسله والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو
ملا محمد رسول چې ځان د افغانستان د اسلامي امارت د عالي شورا مشر بولي؛ د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په زېرکوه سیمه کې د شاوخوا شپږ زره کسانو په ګډون غونډې ته په وینا کې وویل؛ د ده ډله به هغو وسله والو ډلو ته چې په بهر کې جګړه کوي؛ که اسلامي دولت ډله وي یا القاعده شبکه، زیان ونه رسوي:

"ټولو مجاهدینو ته خبر ورکوو، که داعش دی که القاعده چې زموږ وروڼه دي؛ خو په هغه ملک کې چې دوی جنګېږي. دلته موږ دوی ته اجازه نه ورکوو؛ نه یې موږ پرېږدو، نه موږ له دوی سره په دې ملک کې موافقه لرو. دلته به مداخله نه کوي."

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپرېدو او د نوي مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له اعلان وروسته د دې ډلې یوشمېر وسله والو وویل چې د ملامنصور مشري نه مني.

د طالبانو یو قوماندان چې نوم یې نه دی اخیستل شوی؛ څو ورځې مخکې رویټرز خبري آژانس ته ویلي وو چې ملا رسول له ملاعمر سره لس کاله تېر کړي و او نوموړی ډېر ورته نژدې و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvoeviuqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته