دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 118866
ملا رسول خپل سیال ملا اختر محمد منصور په بې کیفاتۍ تورن کړ
له طالبانو د بیلې شوې ډلې نوي مشر ملا محمد رسول اخوند خپل سیال ملا اختر محمد منصور او هغه ته نژدې کسان نا اهله؛ ناپوه او د اسلام او خاورې ضد کسان وبلل او ټینګار یې وکړ چې هېڅکله به هم د اسلامي امارت چارې دا ډول کسانو ته پرینږدي.

ملا رسول چې د تېرې شنبې په ورځ د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې په یوه لویه غونډه کې راڅرګند شو؛ له ملامنصور سره چې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته یې ځان د طالبانو نوی مشر اعلان کړی؛ په ښکاره خپل مخالفت څرګند کړ.

هغه وویل، ټول افغانان دې په دې پوه وي چې د دوی هدف د امارت غښتلي کول دی؛ نه کمزوري کول او هغه کسان له صحنې لېرې کوي چې اسلام او خاوره خرڅوي.

"هېح وخت موږ نا اهله کسانو، جاهل مخلوق ته، ناپوه ته امارت نه ورپریږدو. موږ جهاد نه ورپریږدو، موږ اسلام نه ورپریږدو، موږ خاوره نه ورپریږدو، دا یې خرڅوي، نا اهله کسان دي."

دا غونډه چې د شينډنډ ولسوالۍ په یوه نا امنه سیمه زېړکوه کې جوړه شوې او د سیمې پر قومي مشرانو او اوسېدونکو سربېره د جنوب لویدیځې حوزې یوشمېر طالب قومندانانو هم په کې ګډون کړی و؛ د هغو غونډو د سلسلې وروستۍ غونډه وه چې هدف یې د طالبانو د بیلې شوې ډلې د مشر په توګه د ملا محمد رسول لپاره د ملاتړ راجلبول دي.

تردې مخکې هم د فراه د بکواه په ګډون په ځینو سیمو کې دا ډول وړې او لویې غونډې جوړې شوې وې.

د شینډنډ په غونډه کې ملا عبدالمنان نیازي چې د طالبانو د بیلې شوې ډلې په نویو تشکیلاتو کې د ملا رسول یو مرستیال ټاکل شوی؛ هغه اعلامیه ولوستله چې په کې تر ډېره سیال مشر ملا اختر محمد منصور د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر او نورو مخورو مشرانو د وژلو په ګډون پر مختلفو مواردو تورن شوی دی:

"ملا اختر محمد منصور د مجاهدینو له خوا د مرحوم ملاصاحب او د نورو مخورو مجاهدینو د شهادت په شمول په ډېرو ناوړو کارونو لکه د امریکا او نورو اشغالګرانو او د افغانستان د ګوډاګۍ ادارې سره په بېلابېلو تړونونو تورن دی."

نیازي د اعلامیې په یوه برخه کې وویل چې ملا منصور د هغو اختلافاتو د هواري لپاره چې د ملاعمر تر مړینې وروسته د قیادت پر سر راپورته شوي؛ د جوړې شوې عالمانو له شورا سره همکارۍ ته نه دی حاضر شوی او حتی نوموړی یې د مخدره موادو په قاچاق کې په لاس لرلو هم تورن کړ.

په غونډه کې د ملا رسول په مشرۍ د اسلامي امارت لپاره نوي مشران هم اعلان شول.

ملا باز محمد حارث، ملا منصو ردادلله، ملا عبدالمنان نیازي او ملاشیر محمد اخوندزاده د ملا رسول د مرستیالانو په توګه انتخاب شوي او ملا راز محمد ننګیال هم د جنوب غرب حوزې د نظامي قومندان په توګه غوره شوی دی.

د ملا اختر محمد منصور ډلې چې ویندویان یې تل له یو لړ پېښو په تېره امنیتي پېښو سمدستي وروسته اعلامیې خپروي تر اوسه د ملا رسول د مشرتابه د اعلان یا د بېلو شویو طالبانو د دغو نویو تشکیلاتو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

خو د طالبانو د بیلې شوې ډلې مشرانو ویلي چې د خپل ملاتړ لپاره به په ټول افغانستان کې د غونډو جوړېدو ته دوام ورکړي.

ملا رسول په داسې وخت کې د افغانستان د اسلامي امارت د شورا د سرپرست په توګه انتخاب شوی چې هغه او منصور ته د فادارو ډلو ترمنځ په زابل کې د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوې دي.

په دغو نښتو کې چې د زابل په ارغنداب او خاک افغان ولسوالیو کې شوې ویل کیږي چې د دواړو لورو له پنځوسو زیات کسان وژل شوې دي.

د ملا منصور ډلې په دغو نښتو کې ښکیل مخالف طالب قومندانان له داعش سره په همکاری تورن کړي او ویلې یې دي چې دغو طالبانو ځکه له داعش مرسته غوښتي چې له دوی سره یې د جګړې توان نه درلود.

د ملا منصور ډله په داسې حال کې مخالفه ډله له داعش سره په همکارۍ تورنوي چې ملا رسول د شینډنډ په غونډه کې د داعش په ګډون له نورو بهرنیو وسله والو سره د افغانستان په دننه کې له فعالیت کولو سره په ښکاره مخالفت څرګند کړ. هغه وویل داعش او نور بهرني وسله وال یې وروڼه دي؛ خو د افغانستان له خاورې بهردې فعالیت کوي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان، د طالبانو په منځ کې راپورته شویو اختلافاتو ته په پام سره د یوې وسله والې ډلې په توګه د طالبانو د کمزوري کیدو ترڅنګ د دوی په لیکو کې د یوې بلی ډلې د راپورته کېدو احتمال هم نه ردوي.

د سیاسي چارو کارپوه او د کابل د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانیکزی وایي،

"دوی چې اوس په مشخص ډول په دو ډلو ویشل شوي؛ زما باور دا دی چې درېمه ډله هم په دوی کې حتمي ظهور کوي. هغه په دې معنی چې دواړه رهبري نه مني؛ ممکن یوه بې طرفه پاتې شي او بل رهبر ځان ته انتخاب کړي.

بله مساله دا ده چې هغه د طالبانو د اسلامي تحریک نور په یوه واحد مفهوم وجود نه لري. که چیرې عملا دغسې وشي ولو که یوغښتلی او یو کمزوری وي. درېیم ټکی دا دی چې دغسې موجودیت د متفرقو ډلو په راتلونکې کې د طالبانو د کمزورتیا او د دوی د ځپلو په معنی هم استعمالېدای شي؛ که مقابل لوری یعنې د افغانستان دولت متحد شکل عمل وکړي."

د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره د افغانستان د حکومت پرپوځي هڅو سربېره؛ په سیاسي ډګر کې هم حکومت له دې ډلې سره د سولې د خبرو د مخ ته بیولو هڅې هم کړې چې تراوسه یې مطلوبه نتیجه نده لرلې.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، په دو ډلو د طالبانو ویشل به د سولې پروسه نوره هم پیچلې کړي ځکه هرڅومره چې د سولې په خبرو کې اړخونه زیاتیږي هموغره د سولې د خبرو مخته وړل ستونزمن کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvcdyvw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته