له دې مخکې د لویدیځو چارواکو له قوله راپور ورکړل شوی و چې د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو په اړه به د ناټو غړي په راتلونکو څو ورځو کې په خپله غونډه کې بحث وکړي.
جمهوري ریاست په یوه بیان کې وايي چې ښاغلي غني پرون ماښام په کابل کې د کانګرس د استازو جرګې له لس کسیز هیات سره په کتنه کې په دې اړه بحث وکړ.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړي کول هغه مسئله ده چې د افغانستان حکومت له دې مخکې هم د ناټو د غړو هېوادونو او په تېره د متحدو ایالاتو له مشرانو سره مطرح کړې. خو دا مسئله دا ځل په داسې حال کې رابرسیره کیږي چې په اړه یې په راتلونکو څو ورځو کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې مفصل بحثونه هم په پام کې دي.
د لیندۍ په ۱۱ مه نېټه په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د افغانستان د ملي ځواکونو د ملاتړ لپاره د یو لړ ځانګړو اقداماتو په اړه پرېکړې وکړي.
د جرمني خبري اژانس د ناټو د سرچينو په حواله خبر ورکوي چې افغانستان به د دې غونډې د اجنډا په سر کې وي او د ګډونوالو لپاره یې د افغانستان په اړه یو ځانګړى راپور هم چمتو شوى دی.
DPA د ناټو د سرچينو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد کړي خبر ورکړی چې په دې راپور کې له افغان ځواکونو سره د ناټو له خوا د استخباراتي معلوماتو د شريکولو د بهیر د پراختیا غوښتنه شوې.
راپور یادونه کوي چې د زیاتو استخباراتي معلوماتو شريکول به په افغانستان کې د کندز د سقوط په څېر د پیښو د تکرار مخه ونیسي.
د ناټو سرچینو همدا راز اژانس ته ویلي چې د افغانستان هغو سیمو ته چې امنیت یې خراب دی د روزونکو او نورو پوځیانو د استولو پلان هم شته څو په بیړنیو حالاتو کې ناټو له افغان ځواکونو سره پر وسله والو مخالفینو د هوايي حملو په وسیله مرسته وکړای شي.
د کندز سقوط او د هېواد په نورو سیمو کې د وسله والو طالبانو د پرله پسې حملو ګواښ د ناټو غړي، په تیره امریکا چې په افغانستان کې پوځي حضور لري سخت اندیښمن کړل.
د امریکا د کانګرس له غړو سره په کتنه کې ولسمشر غني همدې حملو ته په اشارې سره وویل چې د تروریزم ګواښ او ګډ علایق د امریکا او افغانستان د نژدې کیدو عوامل دي او دا اړتیا رامنځ ته کوي چې د دې ستونزې د حل په برخه کې ګډ کار وشي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)