دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 120180
د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یک شنبه پر ورځ د خپل کار په دفتر کې په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د لوی سفیر ښاغلي یاو جینګ سره وکتل.
په دې لېدنه کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره د چین د بهرنیو چارو وزیر د لېدنې او د افغانستان، چین، متحدو ایالاتو او پاکستان د څلور اړخیزو خبرو اترو د پرېکړو پر تطبیق خبرې وشوې.

د چین د ولسي جمهوریت لوی سفیر و ویل، چې هېواد یې ژمن دی، چې د څلور اړخیزو مذاکراتو په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان د ژمنو د عملي کېدو په برخه کې له هغه هېواد سره همکاري وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې هېواد یې امېدوار دی، چې د سولې لپاره د څلور اړخیزو مذاکراتو د اړوندو طرفونو د همکارۍ ژمنې به په پوره صداقت پلې شي. د هغه په وینا په افغانستان کې د سولې ټینګښت د ټولې سیمې په ګټه دی او د افغانستان بې ثباتي د ټولې سیمې امنیت متاثرولای شي.
په دې لېدنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسلو هم خبرې وشوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6vnzv23nizd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته