دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 122822
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر او د اروپايي ټولنې د سفیر ترمنځ د افغان کډالو د ستونزو پر حل خبرې وشوې
په هغه ناسته کې چې تیره ورځ د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر او په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفیر فرانز میشل میلیبند ترمنځ ترسره شوه دواړو لوریو اروپاته د تلونکو افغان پناه غوښتونو د ستونز د هواري په اړه د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پیل او په دې برخه کې د تخنیکي ټیم د کار پر څرنګوالي خبرې وکړې .



د کډوالو وزیر د اروپايي ټولنې د سفیر له غوښتنې سره سم وویل چې تخنیکي ټیم به هڅه وکړي چې د روان کال د اپریل له میاشتې وړاندې خپل کار پای ته ورسوي او وروسته به د دواړو لوریو ترمنځ په لوړه کچه رسمي مذاکرات پیل شي .

د کډوالو وزیر وویل افغان حکومت ژمن دی چې له اروپايي ټولنې سره د افغان پناه غوښتونکو په تړاو د بروکسل له ناستې وړاندې چې په راتلونکي اکتوبر میاشت کې جوړیږي یوې پایلې او تفاهم ته ورسیږي نوموړي وویل چې مونږ به په پوره چمتووالي او مشخصې آجندا سره د بروکسل په ناسته کې ګډون وکړو .

سید حسین عالمي بلخي په دغه ناسته کې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې سره وویل چې په ایران او پاکستان کې یو شمیر افغان کډوالو د ستونزو له امله دې ته اړ کیږي چې له دغو هیوادونو څخه اروپايي هیوادونو ته مخه کړي .

نوموړي وویل چې ، په یادو هیوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسیدنه کولای شي چې په غیر قانوني ډول اروپا ته د دوې د تګ مخه و نیسي عالمي بلخي وویل چې افغان حکومت چمتو دی چې په دې برخه له ایران ، پاکستان او د کډوالو د تزانیزیت هیوادونو سره د اروپايي ټولنې په ګډون یو ګډ تفاهم وکړي .

وروسته بیا په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانز میشل میلیبند د افغان حکومت له لوري د تخنیکي ټیم د کار پیل یو مهم ګام و باله او ټینګار يي وکړ چې اروپاته د تلونکو افغان پناه غوښتونو ستونزه باید په ګډه مدیریت شي .

نوموړي ویل چې د اروپايي ټولنې تخنیکي ټیم به د افغان حکومت له تخنیکي ټیم سره د افغان پناه غوښتونو د ستونزو په اړه د یوګډ تفاهم په برخه کې کار وکړي ترڅو د افغانستان او ارپايي ټولنې ترمنځ رسمي مذاکراتو ته لاره هواره شي او یوې هوکړې ته ورسیږي .

نوموړي هیله و ښوده چې په دې برخه کې رسمي مذاکرات باید د بروکسل له ناستې مخکې پیل شي ترڅو له یوې مشخې اجندا سره په دغه ناسته کې ګډون ولرو .

د میلیبند په خبره اروپايي ټولنه حاضره ده چې هغه افغان پناه غوښتونکو سره چې په خپله خوښه هیواد ته راستنیږي مرسته وکړي .

نوموړي ایران ته د خپل سفر په اړه اشاره وکړه او څرګنده يي کړه چې له ایران چارواکو سره مو د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې مونږ چمتو یو چې خپلو مرستو ته دوام ورکړو .

د اروپايي ټولنې دغه سفیر د کډوالو د وزیر له غوښتنې سره سم وویل چې مونږ چمتو یو چې د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو په اړه د افغانستان له ملي شورا سره هم مشوره وکړو .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcciiqsi2bqi48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته