دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۲۲:۱۳
د مطلب کود : 122983
افغان ځواکونه د هلمند له موسی کلا او نوزاده وتلي
د هلمند په موسی کلا او نوزاد ولسوالیو څخه د افغان ځواکونو وروستي کنډکونه هم راوتلي دي.
د هلمند په موسی کلا او نوزاد ولسوالیو څخه د افغان ځواکونو وروستي کنډکونه هم راوتلي دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د موسی کلا او نوزاد ولسوالیو څخه د امنیتي سرتیرو وتل مني،وايي، دا یو تاکتیکي په شاتګ دی او ښايي د اوږدې مودې لپاره نه وي.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مشر ویلي، د موسی کلا په روشن ټاور او د نوزاد په جازې کې د دوي د سرتیرو موجودیت موثر نه و، ځکه يې راواېستل او د دې سرتیرو څخه به د نورو سیمو په عملیاتو کې کار واخیستل شي.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان (آوا) - کابل
https://avapress.com/vdcaaun6e49nuo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته