دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 123031
مخالفین له ټولو حملو سربېره، خپلو اهدافو ته نه دي رسېدلي
افغان چارواکي وايي چې وسله والو مخالفینو په سږني ژمي کې ځکه د معمول خلاف ګواښونه ډېر کړي و چې د افغان حکومت او ملت ارادې وځپي.

افغان چارواکي وايي چې وسله والو مخالفینو په سږني ژمي کې ځکه د معمول خلاف ګواښونه ډېر کړي و چې د افغان حکومت او ملت ارادې وځپي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغان پوځ د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې وسله والو دا کار د کوېټې شورا او د ځینو نورو بهرنیو ملاتړ کوونکو په غوښتنه کړی چې په ځوابي عملیاتو کې یې کلکه ماتې خوړلې ده.
ښاغلي مراد زیاته کړه:
"کوم ژمی چې زموږ په مخ کې وو ټول په جنګونو کې و، له دې وړاندې به په ژمي کې دوی خپلو خوندي ځایونو ته تله چې ارام وکړي او خپلې پیسې واخلي، خو سږ کال بهرنیو ملاتړ کوونکو یې دوی ته وظیفه ورکړې وه او په قاطعیت سره یې ورته امر کړی و چې له افغانستانه ونه وځي."
ښاغلی مراد وايي چې وسله وال مخالفین له ټولو حملو سره ـ سره خپلو اهدافو ته نه دي رسېدلي بلکې دوی د راتلونکي کال لپاره کمزروي شوي دي.
نوموړی وايي چې د وسله والو طالبانو تر څنګ داعش ډله په روان کال کې تر ډېره ځپل شوې او له پرمختګ مخکې په لومړنیو مراحلو کې له منځه وړل شوې ده.
د افغان پوځ دا چارواکی داسې مهال سږنی ژمی له نورو مختلف او له ګواښونو ډک بولي چې د امنیتي بنسټونو په وینا سږ کال د هېواد په سمو نیمو ولایتونو کې پوځي عملیات روان دي.
له دې سره د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد وايي چې افغان ځواکونه به راتلونکی کال د سږني ژمي له ګواښونو ګټه واخلي او له نویو صلاحیتونو سره به د هېواد دفاع وکړي.
ښاغلی مراد زیاتوي: "ټولو قولو اردو ګانو ته د تیاریو هدایت ورکړل شوی دی او ټول امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېر کال فعالیتونو سره په توپیر د دې فصل له تجربو ګټه اخلي او د هغو کسانو نابودولو هڅه به کوي چې د افغانانو په ارزښتونو باندې باور نه لري."
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان )آوا) - کابل
https://avapress.com/vdcfmmdyyw6d0xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته