دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۲۰:۲۶
د مطلب کود : 123485
وزیرانو شورا خپله نوبتي ناسته د اجرایوي رئيس په مشرۍ ترسره کړه
له وسله والو طالبانو غوښتنه کېږي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت په حق غږ ته چې د افغانانو په استازیتوب یې د سولې د خبرو په خاطر کوي ومني.
وزیرانو شورا خپله نوبتي ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ نن ( د کب ۱۷ مه 1394 ) په سپېدار ماڼۍ کې ترسره کړه.
په دې ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل: چې په دې وروستیو کې افغان ځواکونو په ننګرهار، بدخشان، فاریاب او هملند ولایتونو کې ښه پرمختګونه درلودل. هغه وویل: چې طالبانو په هلمند کې وروستی فشار راوړی؛ خو د امنیتي ځواکونو له لوري دفع شوی دی.
همدارنګه اجرایوي رئيس د مارشال محمدقسیم فهیم له پوځي او دفاعي پوهنتون نه د تازه فارغ شویو افسرانو په فراغت خوښي وښوده او هغوی ته یې د مبارکۍ ترڅنګ هیله وکړه، چې دغه ځوان افسران د امنیتي ځواکونو په لیکو کې اغېزمن واقع شي. ده وویل: د امنیتي مسوولانو مکلفیت دی، چې د ځوانو افسرانو ښه فعالیت او ارتقا ته زمینه برابره کړي.
هغه د هېواد په تحولاتو او له نظام نه د ملاتړ په برخه کې د علماوو ونډه ارزښمتنه وبلله او ویې ویل: چې په دې برخه کې د دیني عالمانو غږ تل په ملي او نړیواله کچه لوړ او رسا و.
نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو ته مثبت ځواب ووايي او د افغان حکومت له خوا د سولې د خبرو په خاطر له برابر شوي فرصت څخه په استفادې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
ده وویل: له وسله والو طالبانو غوښتنه کېږي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت په حق غږ ته چې د افغانانو په استازیتوب یې د سولې د خبرو په خاطر کوي ومني.
د حکومت اجرايوي رئيس، د ولسمشر له لوري د تقنيني فرمان لاسليک يو مهم ګام ياد کړ او ويې ويل: ټاکنيز اصلاحات د ملي يووالي د حکومت لپاره يوه بنسټيزه موضوع ده، کوم اصلاحات چې مونږ یې د دې ملي پروسې په اړه د افغانستان خلکو ته ډاډورکړی و، هیله من یو چې مونږ غوره او ډاډمنو ټاکنو ته ورسوي.
هغه زياته کړه، چې د ټاکنيزو اصلاحاتو د رامنځته کولو، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د حکومت هوډ او اراده پياوړې ده او کومې ټاکنې چې په دې پروسه کې اړينې دي، ترسره به شي.
ډاکترعبدالله وويل، چې د راتلونکیو ټاکنو لپاره به ډېر ژر چمتووالى پيل شي. هغه زياته کړه: د ټاکنو پروسه به د هېواد په سياسي وضعيت کې يوه تازه صحنه رامنځته کړي چې امنيتي ځواکونه بايد له لاسوهنې پرته د ټاکنو لپاره زمينه مساعده کړي.
همدارنګه اجرایوي رئيس د غونډې اجنډا ته په اشارې وویل، چې په پيل کې به د ملي دفاع دفاع او کورنیو چارو مرستیال وزیران امنیتي رپوټ وړاندې کړي. دغه راز د امو دریا حوزې د قرار داد د مذاکراتو او په شمال کې د سکرو ډبرو د تولیدي ـ سوداګریزې طرحې پر غځېدا او د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر شمال ته د غصب شوې 700 جریبه ځمکې په اړه د توظیف شوي پلاوي رپوټ د اجنډا برخې وې.
د ماشومانو د اصلاح د مراکزو د وضعیت څېړل، د ښاروالیو له لوري د صنفي جوازونو د لایحې او د ښارګوټو د معیاري کولو پر طرحې بحث د وزیرانو شورا د اجنډا نورې مسالې وې. وزیرانو شورا همدارنګه په دې هم بحث وکړ، چې څنګه کېدای شي له دولتي غیر منقولو جایدادونو عایداتي استفاده وشي او په یوه ډېټابېس کې له مالیې وزارت سره ثبت شي. کندوز ولایت ته د وروستیو جګړو له امله د اوښتونو زیانونو د جاج اخیستل هم د نننۍ اجنډا برخه وه.
د ملي دفاع وزارت مرستیال وویل، چې په وروستیو دوو اونیو کې د طالبانو تحرکات 25 سلنه زیاد شوي او سره له دې چې په هلمند یې سخت فشار راوړی و، مګر افغان امنیتي ځواکونو ښه مقاومت او دفاع کړې ده. ده وویل، چې د هېواد په اکثریتو سیمو کې چې د طالبانو تحرکات لیدل شوي، افغان امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې ښه پرمختګ کړی دی.
هغه د هېواد په یوشمېر ولایاتو په ځانګړي ډول ختیز کې د پراخو عملیاتو له پيلېدو هم خبر ورکړ او ویې ویل، چې د هلمند په یوشمېر ولسوالیو کې د ملي اردو کنډکونه له سره رغول شوي، نوې وسلې او تجهیزات په واک کې ورکړل شوي دي.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن په کابل کې پر ترکي وګړو د وروستي شوي برید په اړه د توضیحاتو د ورکړې ترڅنګ وویل، چې په تېره اونۍ کې روزګان، کونړ، لغمان، فراه، غزني، پکتیا، کندوز او فراه ولایتونه د طالبانو تر لوړ ګواښ لاندې نیول شوي وو، چې له نیکه مرغه تر ډېره په کې طالبان ځپل شوي او تمبول شوي دی.
اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې دولت له هر ډول تفکیک پرته د مخالفانو په ځپلو کې قاطع اراده لري او طالبانو ته د یوشمېر سیمو سپارل د دښمن ډنډوره ده چې حقیقت نه لري.
وروسته د کانونو او پترولیم وزیر داوود شاه سبا د هېواد په شمال کې د سکرو د ډبرو په اړه د سوداګریزې او تولیدي طرحې د تمدید او اصلاح غوښتنه وکړه. ده وویل، چې د پخواني حکومت په وخت کې د ډبرو سکاره د کانونو په قانون کې نه دي شامل شوي او د دې لپاره جلا مقرره هم نه ده جوړه شوې. د سبا په وینا، دوی په دې اړه چارې پيل کړي دي.
هغه همدرانګه غوښتنه وکړه، چې د دولتي تصدیو برخلیک دې معلوم شي، ځکه اوس په یوه بې برخلیکه وضعیت کې قرار لري، چې یا دې خصوصي شي، یا دې هم خپلواکه او یا دې په اړوندو وزارتونو پسې وتړل شي.
په دې اړه د ماليې وزیر اکلیل حکیمي وویل، ښه دا ده، چې تر یوه کاله پورې د دې تصدیو برخلیک روښانه شي، څو د دولت په عوایدو کې هم زیاتوالی راشي، ځکه دغه تصدۍ په خپلواک ډول کولای شي ښه عواید ترلاسه کړي. دمګړۍ په ټول هېواد کې 35 دولتي تصدۍ او 20 شرکتونه شتون لري.
د دولتي تصدیو او کانونو د قرار دادونو په اړه د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان وویل، چې ټول قراردادونه له پيله ستونزې لري او ناقص دي، دا باید روښانه شي چې یاد تړونونه چا او ولې لاسلیک کړي دی.
اجرایوي رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ټولو وزارتونو ته هدایت ورکړ، چې د خپلو اړوندو تصدیو ارزونه وکړي او له هغې وروسته ورته طرحه برابره کړي.
وروسته له اجنډا سره سم د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر په شمال کې د غصب شوې 700 جریبه دولتي ځمکې په اړه بحث وشو. د عدليې وزارت مرستیال لومړی خپل رپوټ وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه ځمکه وروسته له هغې چې د کابل ښاروالۍ له لوري یوه شرکت ته د ښارګوټي جوړولو لپاره ورکړل شوې وه، او اوس لومړنۍ او استناف محکمې هغه دولتي بللې، خو وزیران شورا پرېکړه کړې وه چې مېشتو کورنیو ته دې بېرته پيسې ورکړل شي.
اجرایوي رئيس هدایت ورکړ، چې دا مساله دې د حقوقو ریاست ته راجع شي او ټولې ادارې چې په دې اړه نظر او ادعا ولري، کولای شي په لیکلي بڼه یې حقوقو ریاست ته وسپاري.
پر دې مسالې له بحث وروسته د اجنډا له مخې په هېواد کې د ماشومانو د ساتنې او اصلاح د مرکزونو په اړه د عدليې وزارت خپل رپوټ وړاندې کړ او په دې بحث وشو، چې څنګه د دغو مراکزو ستونزې کمې شي. د عدلیې وزارت مرستیال وویل، چې دمګړۍ د هېواد په 33 ولایاتو کې د ماشومانو د اصلاح مرکزونه شتون لري، چې په کې د 104 نجونو په ګډون 1029 تنه ساتل کېږي. هغه زیاته کړه، چې دغه کسان د بېلابېلو جرایمو په تور نیول شوي چې له بدغه مرغه 22 سلنه یې د ملي امنیت خلاف جرایم دي.
نوموړي وویل: د عدلي طب، د سن د تثیبت، د منظمو او سټندرد تعمیر او د نقلیه وسایلو نشتون او د ښوونکیو د معاشونو د حق الزحمې ځنډېدل د دوی چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د هغوی ستونزې جدي وبللې او ویې چې ودانیو د ستونزو د حل لپاره به د کورنیو چارو له وزارت سره خبرې وکړې، ځکه هغوی په ولایاتو کې د امنیه قوماندانیو زړې ودانۍ په واک کې لري، چې بېکاره پرتې دي.
اجرایوي رئیس همدارنګه روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د ماشومانو د اصلاح په ټولو مراکزو کې دې له روغتیايي خدماتو د رسیدګۍ ارزونه وکړي. همدارنګه د حج او اوقافو وزارت او پوهنې وزارت دې هم په خپلو برخو کې په دې اړه څېړنې ترسره کړي.
هغه هدایت ورکړ، چې د عامې روغتیا، کار، ټولنیزو چارو او معلولینو، حج او اوقافو، عدلیې او پوهنې وزارتونه دې په اړه ناسته وکړي او خپل رپوټ دې چمتو کړي.
همدارنګه له اجنډا سره سم د ښارګوټو د معیاري کېدو طرحه هم د ښار جوړونې وزارت له لوري بحث ته وړاندې شوه. د دې طرحې له مخې به ټول ښارګوټي معیاري کېږي.
د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، چې دمګړۍ په ټول هېواد کې 157 ښارګوټي شتون لري، چې یوازې شپږ هغه یې په عصري او معیاري ډول برابر دي او نور ټول یې ستونزې لري.
په دې برخه کې د وزیرانو شورا غړو خپل وړاندیزونه مطرح کړل او د ښارجوړونې وزارته له لوري یې په یاده طرحه کې د ځای پر ځای کېدو ژمنه وشوه.
اجرایوي رئيس ټینګار وکړ، چې د ښارګوټو په جوړولو او معیاري کولو کې باید کرنې ته پاملرنه وشي او که توصیه او اخطاریه پایله نه ورکوي، باید په وروستیو لارو هم غور وشي.
همدارنګه وزیرانو شورا د دولتي ادارو په غیر منقولو جایدایدونو هم بحث وکړ. د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وول، چې په تېر کال کې یې 1.54 میلیارده افغانۍ عواید د دولت خزانې ته سپارلی دی. ده وړاندیز وکړ، چې وزیرانو شورا دې ټول وزارتونه مکلف کړي، چې خپل غیر منقول جایدادونه په مالیې وزارت کې ثبت کړي او کره شمېر یې باید په واک کې ورکړي.
اجرایوي رئیس ټولو وزارتونو ته هدایت ورکړ، چې د خپلو ملکیتونو او جایدادونو کره معلومات مالیې وزارت ته وسپاري، څو په ډېټابیس کې ثبت شي.
د دې مسالې په پای ته رسېدو سره، د اجنډا له مخې د بحث بله موضوع د CBR د پروسې له لارې په دولتي دوایرو کې د استخدام مساله وه.
په پيل کې د مالیې وزارت استازي ډاکټر وردګ په دې اړه معلومات وړاندې کړل او له هغو ستونزو یې یادونه وکړه، چې په دې پروسه کې شتون لري.
هغه وویل، چې د سي بي ار پروسه یوه اوږده پروسه ده، چې وخت ډېر نیسي او وزارتونه په وخت سره د خپلو اصلاحاتو پلان نه چمتو کوي.
وزارتونو او خپلواکو ادارو هم په دې پروسه کې له شته ستونزو سر وټکاوه او ویې ویل، د هغو پوستونو شته مامورین چې بستونه یې اعلان ته تللي نهیلي شوي او پر ځای یې نوي مامورین هم نه دی استخدام شوي. هغوی زیاته کړه، په دې پروسه او د استخدام په طرزالعمل او قانون کې تناقض شتون لري او دې کار د حکومت چارې له خنډ سره مخ کړي دي.
اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وزارتونو ته هدایت ورکړ، چې هر څه ژر د اصلاحاتو پلان ترتیب کړي او په دې پروسه کې چې له کومو ستونزو رنځېږي، هغه دې هم په لیکلي بڼه تر سبا پورې د CBR رهبرۍ کمېټې ته وړاندې کړي.
هغه د وزارتونو هغه وړاندیز هم ومانه، چې د ازموینې پر مهال دې،د څارنې لپاره د اصلاحاتو د کمېسیون کمېشنران په دې پروسه کې برخه واخلي او د CBR کمېټې ته یې لارښوونه وکړه، چې د وزارتونو او پارلمان اندېښنو ته ځواب ووایي.
همدارنګه د اجرائيه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق د تړل شویو ښوونځیو د بیا پرانستې په اړه وړاندیز وکړ. اجرایوي رئيس د پوهنې، مالیې او کورنیو چارو وزارتونو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او اړونده ولایتونه وګومارل چې د ښوونځیو د بېرته پرانستې لپاره ټولې ممکنې لارې وڅېړي.
په پای کې د برېښنا شرکت عمومي رئيس قدرت الله دلاوري هغه ادعاوې رد کړې چې ګویا دغه شرکت په بغلان کې د برېښنا د پایې رغولو ټول لګښت له کابل ښاریانو ټولوي.
https://avapress.com/vdcivpazwt1ar52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته