دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 123773
د روسیې، بریتانیې او ناټو مشرانو په انقره کی د تیرې شپې چاودنه وغندله

د ایران د محصلینو د خبری آژانس، ایسنا، د راپور په اساس، د کرملین ماڼۍ ویاند، دیمیتری پسکوف، وویل: د روسیې ؤلس مشر، ولادیمیر پوتین، دغه ترهه ګره حمله غندی، او د ترکیې له ملت سره خپله خواخوږې څرګندوی.

د روسیې لمړی وزیر، دیمیتری مدودف هم، د دغې پیښې په غبرګون کی، د ترکیې له خلګو او د قربانیانو له کورنیو سره خپله غم رازې وښودله، او زیاته یی کړه: ټروریزم په هیڅوجه د توجیه وړ نه دئ.

د شمالی اتلانتیک د تړون سازمان( ناټو ) عمومی منشی،ینس استولتنبرګ هم، د دغې بم ایښودنې او چاودنې د غندلو په ضمن کی، وویل: دغه پوځی ائتلاف، د تر کیې له دولت سره ملګرئ دئ.

همداراز د بربتانیې لمړی وزیر، ډیویډ کامرون هم، پخپل ټویتر کی، د دغې چاودنې د قربانیانو د پاتی کسانو خواخوږې وښودله، او ویی ویل؛ چی په انقره کی د ورانونکې ترهه ګرې حملې د خبر له اوریدو څخه ویریدلئ دئ.

https://avapress.com/vdciypazpt1ary2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته