دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۰۲
د مطلب کود : 124444
ناپيژاندو وسله والو ۱۵ ماین پاکان وتښتول
ناپیژانده وسله والو د هرات په کهستان ولسوالۍ کې ۱۵ ماین پاکان تښتولي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي د هلوټرسټ موسیسې دغه ماین پاکان تیره ورځ تښتول شوي او تر اوسه یې څرک نه دی لګیدلی.
فرهاد ددغو کسانو د تښتونې پړه د دولت پر وسله والو مخالفینو اوچوي او زیاتوي، چې ښايي ګلران ولسوالۍ ته یې بیولي وي.
تر اوسه کومې ډلې ددغو ماین پاکانو د تښتولو مسوولیت نه دی اخیستی. 
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdceee8zejh8wei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته