دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 125042
امریکا: له سولې سره مخالفت به طالبانو ته بدې پایلې ولري
د امریکا متحده ایالاتونو طالبانو ته ګواښ کړی چې که د سولې خبرو اترو بهیر سره یوځای نشي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
د امریکا متحده ایالاتونو طالبانو ته ګواښ کړی چې که د سولې خبرو اترو بهیر سره یوځای نشي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبان نشي کولی د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي.
په داسې حال کې چې ویل کېږي طالبانو خپل پسرلني عملیات پیل کړي دي، هغه څه چې دفاع وزارت یې تش تبلیغات بولي، واشنګټن یوځل بیا له دغې ډلې غوښتي څو د سولې له خبرو سره یوځای شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جان کربي وايي:"هغه طالبان چې له تاوتریخوالیو لاس نه اخلي او له ترهګرۍ سره اړیکې ساتي او دافغانستان خلکو او امریکايي سرتېرو ته ګواښ وي له ناوړه پایلو سره به مخامخ شي. هغوی به په نښه شي."
بل‎خوا د طالبانو د ډلې پخواني یو شمېر غړي له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر سیاست نیوکه کوي.
د طالبانو حکومت پرمهال قومندان، سید اکبر آغا وايي:"زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې ولسمشر سوله وغواړي. زه تر اوسه هم د سولې په برخه کې د ولسمشر له‎خوا کوم مثبت حرکت نه ګورم. سوله له خپله ځانه مقدماتي خبرې لري. د بیلګې په توګه ډېر شمېر کسان د طالب په نامه د افغانستان په زندانونو کې دي او شکنجه کېږي چې دا کار باید ونشي."
د طالبانو حکومت پرمهال د کانونو مرستیال وزیر، حسن حقیار:"طالبان وایي که د افغانستان دولت سوله غواړي نو له موږ سره مخامخ خبرې وکړي او له پاکستان څخه دې غوښتنه نه کوي چې طالبان سولې ته راولي. دا کار ښیې چې طالبان په دې اړه خوښ نه دی."
داسې ښکاري چې د سولې خبرو ته د طالبانو د نه لیوالتیا له امله د حکومت حوصله هم سر ته رسېدلې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:"سوله یوه موکه ده چې د هغو کسانو لپاره چې د پردیو د لاس آله شوي دي. طالبان باید پر دې پوه شي چې بل هېڅ فرصت نلري اوهیڅ وخت نشي کولی چې د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسیږي او اوس د دې وخت تېر شوی دی چې دوی به ځواک ته رسېږي."
افغان حکومت په دې وروستیو کې خپل ۵ کلن امنیتي او دفاعيي پروګرام اعلان کړ، ویل کیږي هر هغه څوک چې له جګړې لاس ونخلي دښمن بلل کیږي. افغان حکومت وایي چې په دې پنځه کلن پلان کې به د افغان ځواکونو نیمګړتیاوې او اړیتاوې په پام کې ونیول شي او عملي کول یې کولی شي چې د تاوتریخوالیو په کمولو کې ونډه ولري.
https://avapress.com/vdcjxiev8uqe8yz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته