دخپریدو نیټه :شنبه ۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 125352
د کابل د خونړی پیښی د غچ اخیستلو ژمنه  کړی
ولسمشر اشرف غني په کابل کې خونړې پیښې د ټپیانو سره د لیدنې پرمهال ژمنه وکړه چې د دغو شهیدانو او ټپیانو د هرې څاڅکې وینې غچ اخلي.

ولسمشر اشرف غني په کابل کې خونړې پیښې د ټپیانو سره د لیدنې پرمهال ژمنه وکړه چې د دغو شهیدانو او ټپیانو د هرې څاڅکې وینې غچ اخلي.

د تیرې ورځې د پل محمود خان په پیښه کې ۶۴ تنه وژل شول او له ۳۵۰ نور ټپیان دي چې ویل کیږي ډيری یې ولسي وګړي دي.

ولسمشر غني تیره شپه د سردار محمد داوود خان روغتون کې د پیښې د ټپیانو څخه د لیدنې پرمهال دوی ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د وګړو د وینو د هرې څاڅکې څخه به غچ اخلي.

ښاغلي غني طالب وسلوال یې د دغې پیښې مسوول وباله او زیاته یې کړه چې دوی د جګړې په ډګر کې پاتې راغلي او د دغې ډلې زیات شمیر غړي وژل شوي دي.

ولسمشر زیاتوي چې دوي داسې ترهګریز فعالیتونه کوي؛ نو دولت اړ دی چې دوی له منځه یوسي.

د هیواد ملي امنیت شورا د یادې پیښې د څیړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی او د پیښې د قربانیانو د کورنیو لپاره د مرستې غوښتنه کړې.

د ملي امنیت نړیوال شورا غبرګون:

د ملګرو ملتونو سازمان شورا هم د تیرې سې شنبې خونړۍ پیښه چې پړه یې طالب وسلوالو پر غاړه اخیستې په کلکه غندلې.

د دغې شورا په اعلامیې کې راغلي: ترهګریز بریدونه چې هر چیرته او په هرډول تر سره شي په کلکه غندي او ټیګار شوی چې ددغې پیښې عاملان چې هر ډول مالي مرسته یې کړې او یاهم ملاتړ کړی وي؛ ونیول شي او دقانون منګولو ته وسپارل شي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان شورا، د افغانستان د خلکو، امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالب او القاعدې ډلې ګواښونو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

تیره ورځ( سې شنبه) د هیواد پلازموینه کابل د ملي امنیت لسم ریاست چې د برجسته رجالو د ساتنې دفتر دی؛ د یوې خونړۍ پیښې شاهد و چې په پایله کې ۶۴ تنه وژل شوي او نږدې ۳۵۰ تنه نور ټپیان دي.

د دغې پیښې ډیری قربانیان ملکي وګړي، ماشومان، زده کوونکي، ښځې او کارګران دي چې ددې ترڅنګ د کابل اوسیدونکي ته مالي زیانونو هم اوړیدلي دي.

https://avapress.com/vdcdkk0fxyt0xs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته