دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 125552
امریکا جنرال دوستم ته ویزه نه ده ورکړې
امریکا د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم ته ویزه نه ده ورکړې.

امریکا د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم ته ویزه نه ده ورکړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان او امریکايي چارواکو له قوله ویلي دوستم غوښتل چې امریکا ته سفر وکړي؛ خو د دغه هېواد چارواکو افغان حکومت ته ویلي چې امریکا ته د دوستم پر سفر بندیز دی.

سرچینو ویلي چې افغان حکومت هم د دې لپاره چې هغه ته سپکاوی نه وي شوی، د نوموړي سفر ژر او په پټه لغوه کړی دی.

امریکا دغه ګام له دې کبله پورته کړی چې وايي جنرال دوستم له بشري حقونو سرغړونې کړې او جنګسالار دی.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

جنرال دوستم تر دې وړاندې له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو چې امریکا ته سفر یې په هېواد کې د وضعیت د خرابوالي له کبله ځنډولی دی.


سرچينه : s
https://avapress.com/vdcfttdy0w6d0ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته