دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 126343
د حزب اسلامي د سولې مذاکراتو د سند نهايي بڼه ولسمشر ته سپارل شوې
له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او د نهايي توافق تر لاسلیک وروسته به له خلکو سره دغه سند شریک شي

د حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ تر ډېرو بحثونو وروسته د سولې د خبرو سند یا طرحه نهايي شوې ده.

له حکومت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم وايي، چې د سولې د خبرو سند نهايي شوی او له ولسمشر اشرف غني سره شریک شوی دی.

د هغه په وينا، د دغه سند پر نهايي مواردو به نن له ولسمشر غني سره خبرې وکړي.

ویل کېږي، چې له حکومت سره د حزب اسلامي د سولې د پنځه وېشت ماده يي طرحې د درې اختلافي مواردو پر دوو هغو توافق شوی او یو اختلافي مورد لا هم پاتې دی، چې له ولسمشر سره به پرې نهايي خبرې وشي.

بل پلو د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي هم له حزب اسلامي سره د سولې مذاکراتو کې د پرمختګ خبره کوي او وايي، چې د نهايي سند تر لاسلیک مخکې به د دغې هوکړې جزیات له خلکو سره شریک کړي.

له حکومت سره د حزب اسلامي د سولې خبرې داسې مهال نهايي پړاو ته داخلې شوې، چې ویل کېږي له تور لېست څخه د یاد ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د لرې کولو لپاره، چې وروستی اختلافي مورد دى، هم هڅې روانې دي

https://avapress.com/vdceep8zxjh8wxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته