دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۹
د مطلب کود : 127705
د بې‎پولې ډاکټرانو بنسټ له‎خوا د اروپایي ټولنې د مرستو ردول
بې‎پولې ډاکترانو د کډوالو پر وړاندې د اروپايي ټولنې سیاستونو په غبرګون کې له دغه بنسټ سره د اروپايي هېوادونو غړو هېوادونو مرستې رد کړې.
بې‎پولې ډاکترانو د کډوالو پر وړاندې د اروپايي ټولنې سیاستونو په غبرګون کې له دغه بنسټ سره د اروپايي هېوادونو غړو هېوادونو مرستې رد کړې.

دغه بنست د جمعې پر ورځ (د غبرګولي۲۸مه) اعلان وکړ چې د کډوال پر وړاندې د اروپایي ټولنې سیاستونه د دغه ټولنې د قوانینو خلاف دي.

د کډوالو پرمخ د یو شمېر اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د پولو تړل کېدل، د مدیترانې په اوبو کې د ډېرو شمېر کډوالو ډوبېدل او د کډوالو پر وړاندې د اروپايي ټولنې سخت سیاستونه لامل شوي دي چې د بې‎پولې ډاکټرانو بنسټ نور له اروپايي ټولنې هېوادونو څخه د پیسو ترلاسه کولو په هڅه کې ونه‎ووسي.

دغې ټولنې د کډوالو پر وړاندې د اروپا پر سختو سیاستونو نیوکه کړې ده او ویلي يې دي، موږ څنګه کولی شو چې د اروپايي ټولنې مرستې ترلاسه کړو په داسې حال کې چې دوی په خپله کډوالو ته ستونزې جوړوي.

په همدې حال کې، د دغه بنسټ د پروژو همغږې کوونکی وايي چې دوی به لا هم په یونان کې د کډوالو درملنې په موخه پاتې ښي او د پروژو په برخه کې به له نورو سرچینو مرسته وغواړي.

د بې‎پولې ډاکټرانو د پروژو همغږې‎کوونکی، هېډن ویلیم په دې اړه وويل:«زموږ لپاره ډېره ستونزمنه ده چې له بنسټونو پېسې لاسته راوړو شته ستونزو ته به په لومړني توګه رسېدنه کوي او خپله ستونزې رامنځته کوي. زه فکر کوم چې زموږ دریځ پر ځای دی او پرې ویاړم.»

بې‎پولې ډاکټرانو تېر زيږدیز کال کې له اروپايي ټولنې ۴۶ میلیونه ډالر د خپلو پروژو لپاره تر لاسه کړل چې د دغه بنسټ ۸ سلنه ټوله مرسته جوړوي.
https://avapress.com/vdchvqnzm23niqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته