د ننګرهارولایت چارواکي ویلی دي، د ننګرها ولایت د کوټ ولسوالۍ ولسونو له خپلو سیمو د ساتنې په موخه نوې پوستې جوړې کړې.
د ننګرهارولایت چارواکي ویلی دي، د ننګرها ولایت د کوټ ولسوالۍ ولسونو له خپلو سیمو د ساتنې په موخه نوې پوستې جوړې کړې.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د یاد ولايت مقام مطبوعاتي دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ننګرهارولایت د کوټ ولسوالۍ مسوولينو په هڅو او د ځايي خلکو په همکارۍ د پتې سيمې په کافره غونډۍ او ځينو نورو ځايونو کې سیمه ييزو پولیسو لپاره نوې پوستې جوړې شوې.
خبرپانه راغلي دي. د سيمو خلکو د پوستو جوړولو تر څنګ يادو پوستو ته سړکونه هم ووېستل او ويې ويل، چې تل به له حکومت سره په هره برخه کې همکاري کوي.
خبرپانه کې د خلکو له قوله راغلي، چې په دغو پوستو کې به له سيمه ييزو پوليسو سره یو ځای د خپلو سيمو ساتنه کوي او که اړتيا شوه؛ نو په لوی شمېر سره به د مخالفينو مقابلې ته را و وځي.