دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 132593
ګلاب منګل د یکشنبه ورځ  خپله دنده پیل ګړی دي
د ننګرهار ولایت والي ګلاب منګل ویلی دي، د ټولو غیر قانوني کړنو مخه به نیسي او باید پر ټولو خلکو به قانون یو شان پلی کړي. د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، محمد ګلاب منګل دغه څرګندونې د ده په مشرۍ د یکشنبه په ورځ په اداري مجلس کې، چې د ولایتي شورا رییس، د ولایت مرستیال او د ټولو ادارو مشرانو برخه لرله وکړې. د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرباڼه په دغه غونډه کې د محمدګلاب منګل له خوا د ادارو مسوولينو پيژندنه، د کارونو چټکتيا، د مراجعينو کارونه پرته له ځنډه خلاصول، په اداراتو کې د نيمګړتياوو سمونه، مامورين په وخت سره په دندو کې حاضرېدل، په ولايت کې د شته ستونزو د حل له پاره لارې لټول او په ټولو يو شان قانون پلي کولو په اړه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې. سرچینو زیاتیو، د ننګرهار ولایت والي د ټولو ریاستونو ریيسانو ته لارښوونه وکړه، چې د دې ولايت پرمختګ له پاره کار وکړي. ویلګږی. چې دننګرهار ‎والي دیکشنبه ورځ په توګه خپله دنده پیل کړه دی.
https://avapress.com/vdci3razpt1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته