دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 133542
رئیس جمهور غنی د آلمان پر سفارت خانی باندی حمله وغنده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د المان په کونسلګرۍ د پرونۍ شپې تروریستي برید چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال ټپیان او شهیدان شول او عامو خلکو ته درانه مالي زیانونه واوښتل په کلکه وغانده او دا یې د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو کار وباله چې نه غواړي افغانستان نړۍ سره آزادې او غښتلې اړیکې ولري. جمهوررئیس د دغې پېښې د غندنې پرمهال وویل: د افغانستان دښمنان چې د ټولو بین‌المللي قوانینو او انساني ارزښتونو خلاف په ملکي، ټولګټو او دیپلوماتیکو اماکنو د وحشیانه بریدونو له لارې د بشر ضد جنایتونه کوي، د دوی دا ناوړه عمل به تروریزم سره مبارزه کې د المان او افغانستان دولتونو او خلکو اراده او تاریخي ملګرتیا کمزوري نه کړي. جمهوررئیس زیاته کړه، دغه ډول تروریستي بریدونه د نورو د ملاتړ پرته ممکن نه دي، تروریستی ډلې او د هغوی حامیان باید پوه شي چې د داسې کړنو په ترسره کولو سره به د عدالت او تعقیب له معافیت څخه خلاص نشی. جمهوررئیس غني د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ تر څنګ د پېښې شهیدانوته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې روغتیا دعا وکړه، همدارنګه یې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې ټپيانو او زیانمنو شویو کورنیو ته د عاجلو مرستو په موخه بیړني ګامونه واخلي. ارگ - کابل
https://avapress.com/vdcdos0fxyt0sk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته