دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۱:۳۱
د مطلب کود : 136221
د میدان وردګو یو شمېر مدني فعالان والي په بې کفایتۍ تورنوي
د میدان وردګو یو شمېر مدني فعالانو په کابل کېد دغه ولایت کې پر امنیتي ګواښونو، اداري فساد او د روغتیایي او ښوونیزوآسانتیاو خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس له مخی : دویوالي او نور سیمه ییز چارواکي په کم کاري تورنوي او وایي، خلک خپلو ستونزو ته د لاسرسيلپارهوسلوالو مخالفینو ته ورځي او د خپلو ستونزو حل ترې غواړي.

  په کابل کې د میدان وردګو مدني فعال اباسین بریال وایي، مونږ پخپل ولایت کې داسې رییسان او وکیلان لرو، چې مافیایي کړۍ یې جوړې کړي دي. په دې سیمه کې طالبان حکومتي پوستو ته نږدې لیدل کیږي؛ خو مخنیوی یې نه کیږي. مونږ پوښتنه کوو، چې ولې خلک مو دښمکنان دي؟

  مدني فعال نصرت الله رحیمي وایي، په دې ولایت کې ټول عدلي او قضایي کارونه د منالفینو لخوا تر سره کیږي. مونږ داسې یوه بېلکه نه لرو ، چې د ولایت په عدلي او قضایي ارګانونو کې دې د خلکو یوه قضیه هم حل شوې وي.

  مدني فعاله حمیده وردګ ټینګار کوي،چې په میدان وردګو کې ښځې له ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ دي او په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېنځه دیرش قضیې ثبت شوي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي کار نه دی شوی.

  د والي ویاند عبدالرحمان منګل دغه تورونه ردوي او وایي، له هغې ورځې ، چې والي صاحب دې ولایت ته راغلی؛ په بېلابېلو برخو کې ۳۴۵ پروژې پلې شوي او دا ولایت له نسبي امنه هم برخمن شوی دی. یوازې دوه ولسوالۍ له امنیتي ګواښْ سره مخ شوې، چې په روان ژمي کې به یې امنیت ډاډمن شي.
https://avapress.com/vdcauin6649neu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته