دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۱
د مطلب کود : 136240
په بغلان ولایت کې د ډبرو سکرو د کان ۱۲ کارګر وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي
ناڅرګندو وسلوالو نن مازیګر د بغلان ولایت د تاله و برفک د ډبرو سکرو د کان ۱۲ کارګر وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرگراری له مخی : د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د امیت آمر امیرګل حسین خېل پېښه تائیدوي او وایي، دغو کسانو په شمال کې د ډبرو سکرو د تصدۍ ریاست ته کارکاوه، چې د تاله وبرفک ولسوالۍ په انار دره سیمه کې بامیانو ته نږدې ورته دغه مرګ و ژوبله اوښتې ده.

  ځینو سرچینی ویلی دی، چې دغو کسانو خپلسرې کیندنې کولې ، چې وسلوالو د کان د کارکوونکیو په شک وژلي دي.

  تر دې دمه کومې ډلې د پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی؛ خو ټپیانو ویلي، چې د داعش غړیو دغه کار کړی دی.
https://avapress.com/vdcba0b8grhbf5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته