دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 137230
افغانستان له فساد سره مبارزه کې پرمختګ کړی
د افغانستان د شفافیت نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان اوس په اداري فساد کې د ښکېلو هېوادونو د نوملړ له سره ښکته لوېدلی دی.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :د افغانستان د شفافیت نړیوال سازمان د راپور له مخې په دوه زره شپاړسم کال کې افغانستان د دې ادارې په کتګورۍ کې اتم ځای خپل کړی دی. دوی وايي چې افغانستان له فساد سره په مبارزه کې پنځلس امتیازونه اخیستي او د نړۍ په کچه د یو سل او شپږ اویا هېوادونو په نوملړ کې یو سل او نهه شپېتم ځای لري.
د شفافیت دغه سازمان وايي چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پنځوس ژمنې کړې چې باید عملي یې کړي. د افغانستان د ولسمشر ویاند هم له اداري فساد سره د حکومت د کلکې مبارزې خبره کوي او وايي چې سوله او ثبات د اداري فساد د مخنیوي په صورت کې ټینګېدای شي.
کلونه کېږي چې افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې کمزوری بلل کېږي او د وخت په وخت افغانستان د نړۍ په کچه د هغو هېوادونو په سر کې راځي چې اداري فساد پکې ډېر دی. اوس د لومړي ځل له پاره د افغانستان د شفافیت نړیوال بنسټ په خپله تازه څېړنه کې ویلي چې افغانستان په دوه زره شپاړسم مېلادي کال کې له اداري فساد سره په مبارزه کې پرمختګ کړی دی.
افغانستان په دوه زره پنځه لسم مېلادي کال کې د فساد له اړخه درېیم هېواد ګڼل کېده، خو اوس يې څو امتیازونه اخیستي او نوملړ کې ښکته برخې ته لوېدلی او اتم ځای ته رسېدلی دی. سومالیا، سویلي سوډان، شمالي کوریا د نړۍ تر ټولو فاسد حکومتونه بلل شوي دي، ډنمارک، فنلنډ او سوېډن تر ټولو شفاف هېوادونه بلل شوي دي.
د ولسمشر اشرف غني وياند هارون چخانسوري وايي: “سوله او ثبات د دولتي ادارو تر حساب ورکونې او له فساد سره تر مبارزې پورې تړلي دي، فساد يوه لويه ستونزه ده چې مبارزه ورسره کړل ډېر وخت نيسي.”
افغان حکومت وايي چې له اداري فساد سره جدي مبارزه کوي او یوازې د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې یې شپږ میلیارده افغانۍ سپما کړې دي.
حکومت وايي چې د چارواکو د پانګې ثبتول، په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحات هغه څه دي چې دوی له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرې تمرکز کړی او په ځانګړي عدلي او قضايي مرکز کې یې په دوه شپېتو لویو دوسیو هم کار پیل کړی دی.
هارون چخانسوري زیاتوي: “د فساد ډېروالی د په فساد ککړو کسانو له بښلو سره نېغه اړيکه لري، په پخوا کې فاسد کسان محاکمه شوي نه دي له همدې کبله نه وېرېږي. موږ بايد باور جوړ کړو او کومې بهرنۍ پيسې چې هېواد ته راغلې دي نه بايد چې په شخصي توګه وخوړل شي، حکومت هم له خلکو سره يو ځای په ګډه توګه له فساد سره مبارزې ته ژمن دی.”
که څه هم د افغانستان د شفافیت د نړیوال سازمان د راپور له مخې افغانستان له فساد سره په مبارزه کې پرمختګ کړی، خو د دغه سازمان مسولین وايي چې لاهم افغانستان له فساد سره د مبارزې له پاره منظمه کړنلاره نه لري.
تر دې لږ څه مخکې د افغانستان له پاره د امریکا په مرستو د څار ادارې سر مفتش جان سپکو ویلي وو چې اداري فساد د افغانستان له پاره تر ټولو خطرناک ګواښ دی. د هغه په باور په دوه زره شپاړسم مېلادي کال کې افغانانو د حکومت د ټولو عوایدو درې برابره بډې ورکړې دي.
https://avapress.com/vdcbfzb8grhbf5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته