دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 137357
د شپارلسو طالبانو وژل کیدل او ټپی کیدل په فراه کی
د فراه ځواک ویاند وایی چی د امنیتی ځواکونو او طالبانو په منځ کی په نښته کی د بالابلوک په ولسوالی کی، ۱۶ طالبان وژل سوی او ټپی سوی دی.
د آفغان غږ افغان غږ خبری آژانس (آژانس) په خبر سره، نورالحق خالقی وایی چی دا نښته تیره شپه په داسی وخت کی شروع سوی دی چی طالبان د امنیتی ځواک پر پوسته باندی د ګنج آباد په منطقه کی چی په بالابلوک ولسوالی کی قرار لری برید کړی دی.
د هغه په بیان سره امنیتی ځواکونه هم ددی برید ځواب ورکړ او درانده تلفات پر دشمن باندی وارد کړ.
د ځواک ویاند په فراه کی اضافه کړ چی په دی ډله کی ۹ طالب وژل سوی او ۷ تنه هم ټپی سوی دی.
هغه همدارنګه وویل چی په امنیتی ځواکونو کی هم دوه تنه شهید او دوه تنه نور هم ټپی سوی دی.
خالقی اضافه کړ چی په حاضر حال کی نښته په تیت او پرک ډول سره جریان لری.
یادونه کوو چی د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالی ددی ولایت د ناامنو مناطقو څخه شمیرل کیږی چی په دی څو میاشتو کی ډیر پراخ وینی تویونکی نښتی پکی رامنځته سوی دی چی پّ یو آخر میاشت کی، څو امنیتی پوستی په دی ولسوالی کی سقوط کړی دی.
https://avapress.com/vdcbszb8zrhbffp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته