دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 140885
د داعش ډلې عمومي قاضي په ننګرهار کې وژل شوي

د افغانستان په ختیځ کې د ملي اردو ۲۰۱ قول اردو وایي، په یاد ولایت کې د اسلامي دولت نومې یا داعش وسله والو عمومي قاضي د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې وژل شوی. 

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ۲۰۱سیلا قول اردو له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د داعس وسله وال عمومي قاضي ملا صلاح قاضي او درې نور لوړپوړي ډلمشرانو په ګډون لږ تر لږه ۴۴ تنه وسله وال د حمزه عملیاتو په لړ کې وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې درې نورې لوړپوړ داعش ډلمشران چې د دغه عملیاتو په لړ کې وژل شوي یار حبیب نومیږی چې د حاظ سعید ورور وه او صدیق یار او احمد د داعش وسله والو د روزنې مسئولین پکې شامل دي.

په همدې حل کې د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، دحمزه په نوم عملیات چی دګډو امنیتي ځواکونو له خوا دننګرهار ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د وړاندی پیل شوي تر دامهاله په بریالیتوب سره روان دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې تیره شپه داچین ولسوالی دمامند درې ، اسد خیلو او دپیښې په مربوطاتو کې دځمکنیو او هوایي بریدونو په ترڅ کی د درې قوماندانانواو دولس بهرنیانو په ګډون څلور څلویښت تنه داعش وسله وال وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات یی تخریب او لمنځه وړل شوي .

د امنیه قومانداني په وینا، په ترسره شوو هوایي او ځمکنیو بریدنو پر مهال امنیتی ځواکونو منسوبینو او ملکي وکړو ته زیان ندی اوښتې .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwgb8srhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته