دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۶
د مطلب کود : 141151
د مور بوم سره برید او آمریکایی شاخداره درواغ
دا خبره دی پاته وی چی غرب بالخصوص آمریکا د تروریسم رامنځته کوونکی او او ملاتړ کوونکی د اسلام په نړۍ کی دی، خو د هغه سره ددی هیواد شتون په افغانستان کی د تروریسم سره مبارزی او بیاجوړونی او د خلګو اقتصادی شرایطو د جوړولو لپاره نه وو، بلکه خپل مقصدونوته رسیدل، اقامت او یا اوسیدنه په افغانستان کی د کلونو راهیسی برنامه ریزی سوی وو.
د غربیانو د همغه هجوم سر څخه می څو ځلی ویلی دی چی د آمریکا راتلل و افغانستان ته نه یواځی ګټه ور نه دی بلکه غیری جبران کوونکی زیانونه هم لری، خو ځینو ددی هجوم او حضور څخه ملاتړ وکړ او په بیلابیلو انګیزو سره د آمریکا حضور ملاتړ کوونکی وو.
ځینی هم د غربیانو مزدوران وو او دی حضور ته فضا جوړونی لپاره ماموریت درلوده او ځینی نور، سکولاران د غرب څخه بیرته راګرځیدلی دی او ځینی نور هم چی جهادی شکلونه یی درلود، موضع یی بیل او غیری اسلامی تګلاره خپله کړه، دینی او جهادی اعتقادونو ته په شا اړولو سره، غربیانو په انتخابولو سره، هڅه وکړه تر څو د غربیانو د ملاتړکوونکو کی قرار ونیسی تر څو یو ځای او یا کوم نشان او یو مقام ته ورسیږی او کوم منصب لاسته راوړی. خو ځینی نور دینی او قلبی اعتقاد له لاسه ورنه کړ خو د غربی سیاستونو شکار سوه د بیری څخه یی قبول کړ او دغربیانو حضور څخه په افغانستان کی ملاتړ وکړ. خو د ټولنی لویه برخه او ځینی مجاهدین د غربیانو حضور څخه ملاتړ ونه کړ او مشکوک وو او لږ لږ دی ته په یقین ورسیدل چی آمریکایان په ښه نیت سره افغانستان ته نه دی راغلی او د هیواد ملی منافع یی په نظر کی نه ده او هر څه چی توان لری د خپل هیواد د ګټو د لاسته راوړلو لپاره هڅی کوی.
واقعیت هم ددی حقیقت څرګندوونکی دی چی په افغانستان کی د غربیانو حضور مطالعه بالخصوص په ۱۶ اخیرو کلونو کی په ښه توګه شکاره کوی چی هغوی په هیڅ شرایطو کی د تروریزم سره جنګ او د افغانستان امنیت تامین پسی نه دی او هم به نه وی، دا په داسی حال کی دی چی هر هیواد چی غواړی افغانستان امنیت تامین کړی، یواځی کافی دی چی د خلګو وضعیت سره یواځی اقتصادی نګاه څخه مرسته وکړی او د افغانستان ملاتړ یی په هر څه کی کړی وای او د هیواد په چارو کی د مداخلت کولو څخه ډډه کولای وای او پاکستان ددی هیواد په چارو کی د لاس وهنی څخه لیری کړی وای.
خو د وخت تیریدل شکاره کړی دی چی غربیان نه یواځی دا لاره یی نه نیولی او له بل لوری د افغانستان خلګ فقیر کولو او په نورو هیوادونو پوری تړلو باندی اقدام کړی دی او له بل لوری د افغانستان اداره او اراده باندی خپل سلطی ډیرولو لپاره هڅی ترسره کړی دی.
د بیان آزادی او دموکراسی په بهانی سره، د فحشا او بی بند و باری په ترویجولو، فرهنګی او سیاسی ابتذالات باندی د خلګو مصروفه کول، فکری او اعتقادی زیرساختونو خرابول، ګمراه کوونکی سوژو تبلیغ او تصنعی نښتی د ډلو ترمنځ، قومی او طایفه ای، دینی او جهادی باورونو تضعیف او د مجاهدینو د بدنامه کولو لپاره هڅی او د افغانستان په ګوټ ګوټ کی د نظامی پایګاوو د تاسیس هڅی هم ترسره سوی دی او لکه څنګه چی کلونه مخکی می مطرح کړی وو، غربیانو حضور په افغانستان کی یواځی د هغوی لپاره نه دی بلکه افغانستان استراتژیک موقعیت څخه د غرب لپاره اطلاعاتی څلور لاری بلل کیږی او پر څلورو هیوادونو روسیه، چین، هند او ایران باندی مشرفه دی او کولای سی ددی لاری دهغوی اقتصادی اقتدار ضعیف او د غرب ګټی ته عمل وکړی.
څه داچی، د آمریکا اطلاعاتی نهادونه اعلان کړی دی چی ډیر ژیر به اقتصادی قدرت د غرب څخه شرق لوری ته انتقال کوی او همدا کار آمریکا استکباری نظام لاس لرونکی په دی باندی هڅولی دی چی ددی لیږد څخه مخنیوی وکړی. طبیعی خبره وه چی د افغانستان څخه ښه ځای د څلورو هیوادونو باندی مشرف کیدو لپاره به کوم ښه ځای پیدا نه سی.
دا وو چی د آمریکا دوه برجونو د نړیدو او تروریستی برید کی د بن لادن د لاس درلودلو په بهانی سره چی هغه وخت په افغانستان کی وو، په پراخ تهاجم سره پر افغانستان باندی خپل حضور زمینه برابره کړه او خپل دوامدار حضور لپاره، د افغانستان وضعیت په خرابولو او حاکمیت په متزلزل کولو سره جدی اقدامات په لاس ونیوله او که د طالبانو د قدرت شکل نیونی بحث هم مطرح دی، د همدی سیاست څخه دی او که د داعش ځواکونو ځای پرځای کیدنی خبری په شمال ختیځی، شمال او شمال لویدیځی کی د افغانستان په مرزونو کی د چین څخه تر میانه آسیا او ایران سره مطرح دی د همدی سیاست د لاسته راوړلو لپاره دی. نو د همدی لپاره ویلای سو چی د آمریکایانو ادعا د تروریزم سره مبارزی لپاره بیله کوم دروغه بل څه نه دی او دا چی نن د بمونو مور پر ننګرهار باندی د داعش د ځایونو د منځه وړلو په بهانی سره توغوی قطعآ د تروریزم سره مبارزی لپاره به نه وی، او که دا ادعا حقیقت درلودی وای نو آمریکایان به په سوریه کی هغه پایګاوی تر هدف لاندی نه نیولی چی د داعش په وړاندی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی. واشنګتن حاکمان څنګه د یو بام او دوه هوا سیاست په سوریه او افغانستان کی توجیه کوی او څنګه دی چی په سوریه کی د داعش څخه ملاتړ کوی خو دا ډله په افغانستان  کی تر برید لاندی راوړی.
نو د همدی له مخی ویلای سو چی د بمونو مور استعمالول د اچین پر ولسوالی باندی یو آزموینه وو، له یو خوا د افغانستان خلګو روحیه ضعیفوی، د افغانستان ارضی تمامیت نقض او حاکمیت ساختار نقضول دی او له بل لوری ددی هڅه کیږی چی دا څلور هیوادونه د آمریکا په وړاندی کمزوری کړی او هم خپل منطقه ای او بین المللی رقباوو بالخصوص ایران اسلامی جمهوریت ته به یو پیغام وی چی برعلاوه د انتخاباتو پر روند باندی په تاثیر ګذاری سره داسی القا کړی چی که تاسو خپل هسته ای تاسیسات د ځمکی لاندی اعمارولای سی موږ هم داسی بوم د ځمکی لاندی ځایونو د خرابولو لپاره لرو.
خو باید دا وویل سی چی غربیان بالخصوص آمریکا ددی غلطۍ سره مخ دی. لکه څنګه چی دا غلطۍ، کلونه دی د غربی هیوادونو مادی او انسانانو ځاین امکانات د هیوادونو څخه دباندی په افغانستان، عراق او سوریه کی بی ځایه مصرف کړی دی، خپل جغرافیایی مرزونه هم د تروریستانو څخه نه دی مصئون کړی او شرایط یی داسی کړی دی چی کلونه او میاشتونه او ورځی د سختو بریدونو سره مخامخ دی او ددی عوامل هم خپله جوړ کړی دی او د ورځی په تیریدو سره به ددی څخه نور بدتر هم تجربه کړی.
https://avapress.com/vdciwzazzt1a5z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته