د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویاند کپتان سالوین څرګنده کړې؛ مونږ غواړو د افغانستان خلکو ته ووایو، چې په دې بم مو د افغانستان خلک د داعش له محاصرې وژغورل او پر ټاکل شوې موخې مو ټاکل شوی بم وغورزاوه. په همدې خاطر خلک پرې خوښ دي؛ ځکه مونږ پرې یو ډېر وحشي دښمن پر نښه کړی دی.
د نوموړي په اند؛ امریکایی ځواکونو پېنځه اوونۍ کیږي، چې د دوه زره اووه لسم کال جنګي موسم یې پیل کړی، چې لومړیتوب مو په دې کال کې د داعش ماتول دي.
کپتان سالوین په ډاګه کړې، چې د دوه زره اووه لسم کال په جنګي موسم کې مو پر څو موخو تمرکز کړی دی. مونږ په لومړي ګام کې پر داعش ډېر تمرکز کړی. زمونږ موخه دا ده، چې په دوه زره اووه لسم کال کې دغه ډله له منځه یوسو؛ خو اوس مونږ له طالبانو سره په جګړه کې له افغان ځواکونو هم ملاتړ کوو. مونږ پوهیږو، چې طالبان ډېر مقاومت کوي او هیله لرو، چې له طالبانو سره دا جګړه پای ته ورسیږي او هغوی خبرو اترو ته حاضر شي.
د دغه امریکایي ډګروال په وینا، روان جنګي موسم به د تېر جنګي موسم سره ډېر ورته وي؛ خو په دې توپیر، چې په دې موسم کې افغان ځواکونه له طالبانو ډېر پیاوړي شوي دي.