د اوا د خبر له مخی، ګزارشونه ددی څخه دی چی مولوی داودد د افغانستان طالبانو غړو دوو کسو سره، د تیری پنجشنبه په ورځ د داعشیانو په واسطه د پیشاور په اطرافو کی وژل سوی دی او ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند هم دا خبره قبول کړی دی.
د داعش تروریستی ډله هم د شنبه په ورځ اعلان کړی وو چی د طالبانو یو کلیدی قوماندان وژلی، خو د هغه هویت ته اشاره نه دی کړی.
دا لمړۍ ځل دی چی داعش او طالبان د پاکستان په خاوره کی د یو او بل په وړاندی دریږی. مخکی له دی، دا ډلی څو ځلی په جبهه یی ډول سره، د یو بل په وړاندی قرار نیولی دی.