د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي “د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د چابهار موافقتنامې تطبیقي پلان په پرنسیپ کې تائید او ټرانسپورټ وزارت یې موظف کړ چې د چابهار بند د فعالولو په برخه کې د دولتي وزارتونو او ادارو دندې او مسوولیتونه له مالي او مدیریتي پلوه اړوندو وزارتونو سره همغږی کړي، پایله د یاد پلان د نهایي کولو او تصمیم نیولو په موخه د ملي یووالي حکومت د وزیرانو شورا غونډې ته وړاندې کړي.”
خبرپاڼه زیاتوي، چې دکابینې د ۱۳/۵/۱۳۹۵ نېټې د ۹ ګڼې مصوبې په اساس د ټرانسپورټ مالي او اداري معین د چابهار موافقتنامې د تطبیقي پلان د اجرا کېدو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
د خبرپاڼې په وینا، ټرانسپورټ مالي او اداري معین څرګنده کړه، په دغه طرح کې خصوصي سکتور ته د موافقتنامې د محتوا په اړه د عامه پوهاوي ورکولو، مالیې، سوداګرۍ، فواید عامې، کورنیو چارو وزارتونو او د سوداګرۍ خونې سره د ستونزو د تشخیص او د حل لارو د موندلو په موخه ناسته ، د تعقیبي کمېټې توظیف، د خصوصي سکتور او دولتي مشارکت له لارې د صحي او هوساینې خدماتو د پارکینګونو جوړول، د ایران زاهدان او چابهار کې د ټرانسپورټ وزارت د نمایندګیو ایجاد په پام کې نیول شوي دي.