د
افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، محفوظ الله اکبری د شمال ختیځ پولیس زون ویاند رسنیو ته وویل چی د قندوز-خان آباد لویه لاره د طالبانو د شتون څخه پاکسازی سو.
څو ورځی مخکی د قندوز-خان آباد لویه لاره د دولت مسلح مخالفینو تر کنترول لاندی وو او څو امنیتی پوستی په هغه لویه لاره کی د دشمن تر محاصری لاندی وو.
د شمال ختیځ پولیس زون ویاند د خبرو په اساس، نن سهار افغان امنیتی او دفاعی مشترک ځواکونه په دی وتوانیدل چی دا لاره د طالبانو د شتون څخه په کامل توګه پاک کړی او امنیتی پوستی تقویت، اکمال او تجهیز کړی.
هغه وویل چی د خواجه او کته خیل پوستی د دشمن د محاصری څخه خارج سوی دی او امنیتی ځواکونه همدا اوس ۱۲:۴۵ ماسپښین د هردوو استقامتونو څخه سره وصل سو.
ښاغلی اکبری زیاته کړه چی د تیری شپی په عملیات کی په دی لاره کی ۶ مسلح مخالفان وژل سوی او ۴ نور یی ټپیان سو او د طالبانو جادو څنګ ته څلور ځای پرځای سوی ماینونه هم خنثی سوی دی.
هغه وویل چی په دی لاره کی دماینونو د شتون احتمال له امله تراوسه د تیریدونکو لپاره د تیریدو اجازه نه دی ورکړل سوی.