په ختیځ لغمان ولایت کې له یوې میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه وسله وال وژل شوي او نږدې ۵۸ نور ټپیان شوي دي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، چارواکي زیاتوی، چې د دسېلاب پنځه په نوم دګډو ځواکونو پوځې عملیاتو کې چې له تیرې یوې اونۍ راپدیخوا پيل شوي تر دمه دمهمو قوماندانانو او سرګروپانو په شمول ددولت ۱۰۳ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او ۵۸ نور يې شدید ټپيان او یوشمېر يې ژوندي نیول شوي دي.
د امنیتي ارګانونو د مسؤلینو په وینا دسېلاب پنځه په نوم پوځې چاڼېزو عملیاتوکې له پيل تر دې دمه پنځه افغان امنیتي سرتیرې هم شهیدان شوي دي.
دا څرګندونې امنیتي ارګانونو مسؤلینو تیره ورځ دلغمان والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ جوړه شوې نظامې غونډه کې وکړي.
لغمان د افغانستان په ختیځ کې په تیرو څو میاشتو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.