د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، یو شمیر کسان له ځوانانو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي او هڅه کوي، چې افغان ځوانان د ژبې، سمت او قوم په نومونو سره وویشي.
ښاغلي غني، چې د شنبې په ورځ (اګست ۱۲مه) د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي وویل، هغو کسانو ته باید په ټولنه کې ځای ورنکړل شي، چې د ځوانانو منځ کې نفاق اچوي او له هغوی څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.
دغه مراسم د “ځوانانو د نړیوالې ورځې” د نمانځنې په موخه په ارګ ماڼی کې جوړه شوې وه.
ولسمشر غني د هېواد پر ځوانانو غږ وکړ چې له هغو کسانو څخه د تیرې څلویښت کلونو د نفاق د ګټې په اړه باید پوښتنې وشي چې د خلکو ترمنځ د نفاق اچولو لپاره له ځوانانو څخه د ناوړې ګټې اخیستلو لپاره هڅې کوي.
نومړې ټنیګار وکړ چې د هېواد ځوانان دې د کړکیچونو په ختولو کې هڅې وکړي او د تعصب او فساد په ختولو سره خپل سرنوښت تعین کړي.
د ولسمشر غني له خوا دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د امنیتي حالات ترڅنګ د هېواد سیاسي او اقتصادي حالات هم مخ په خرابېدو دي.
د دولت ضد وسله والې ډې، په خاصه توګه وسله وال طالبان، په ورستیو کې د هېواد په هر ګوډ کې خپل بریدونو تر زور ورکړي دي په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت او د هېواد یو شمېر سیاسي کړیو ترمنځ اړیکې په وروستیو کې اړیکې سړې شوي دي.
خو د امنیت ترڅنګ بیکاري د هېواد د ځوانانو لپاره یوه لویه ستونزه چې په اړه یې ولسمشر غن ينن وویل چې حکومت به ژړ د هېواد ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.