دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 148320
د ټولو وزارتونو او دولتې ادارو تدارکاتې بستونو اعلان شول

په حکومتې ادارو کې د پراختیایې بودیجې د پوره او کره نه لګښت په یادو ادارو کې د تدارکاتې څانګو یوه وړتیاېې ننګونه شمیرل کیږي.

د پورتنۍ موضوع د تعمیل او د تدارکاتې څانګو د سمون په موخه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ملي تدارکاتو ادارې ، وزارتونو او دولتې ادارو په مرسته د یادو ادارو دریاستونو او تدارکاتې څانګو تشکلیلاتې جوړښت او د دندو لوایح څیړلي دي، په یادو لوایحو کي یې بدلونونه را منځ ته کړي او پر نوې سویه يې برابر کړي دي.

ده یادې پروسې موخه د ټولو وزارتونو او دولتې ادارو د تدارکاتې څانګو معیاري او مسلکي کول دي تر څو د تدارکاتې څانګو وړتیا لوړه شي او د تدارکاتې پلانونو طرح او پلي کیدل د هیواد د تدارکاتو قانون سره سم او د دولتې ادارو د اړتیا پر بنسټ را منځته شي.

د یاد اصل پر بنسټ او د مسلکي کدرونو د جذب په موخه، د حکومتې ادارو ټول تدارکاتې بستونه چي په ټوله کي د ملکي خدمتونو ۶۹۷بستونه دي اعلان شوي دي او د آزادې سیالۍ پر بنسټ به لوړ ظرفیتونه په روڼ او عادلانه ډول وګمارل شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون مشر، احمد نادر نادري نن وویل ": د تدارکاتې جوړښتونو معیارې او مسلکي کول د هیواد د پراختیایې اړتیاوو پر بنسټ د پروسو او سیستمونو جوړول او د پیاوړې او کارپوه بشري قوې ګمارنه د تدارکاتې پلانونو د طرح او پلي کیدو لپاره لاره هواره وي او د پراختیایې بودجې په لګښت کي زیاتوالی راولي".

ښاغلی نادري زیاته کړه ": د دي پروسې په پایله کي به ادارو د پراختیایې پروګرامونو په پلي کیدو کي ګتور کار ترسره شي او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کي به ښه والی را منځته شي".

 یادو بستونو د ګمارنې بهیر د ټاکل شوې کمیټې چي د وزارتونو د استازو، دولتې ادارو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د استازو څخه جوړه ده، ترسره کیږي. یاد بهیر به د مدنې ټولنې د ستازو او رسنیو لخوا وڅارل شي. برسیره پردې، په یاد بهیر کې تحریرې آزموینه به په ډلیزه توګه د پرمخ تللې تکنالوژۍ په مرسته ترسره شي. د یادې تکنالوژۍ کارول د ګمارنې بهیر روڼتیا تضمینوی او انساني لاسوهنه تر ډیره حده له منځه وړې.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویاړي چې د لومړی ځل لپاره په روڼ او عادلانه توګه د ډلیزې ګمارنې ترسره کولو وروسته یو وار بیا درنو هیوادوالو ته د آزادې سیالۍ چانس په روڼ او عادلانه ډول برابروي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxj0fzyt0os6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته