دخپریدو نیټه :جمعه ۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 148770
د جانی خیل ولسوالی پاکسازی لپاره د دفاع وزارت له لوری آمادګی
د افغانستان ملی دفاع وزارت اعلان کړی دی چی د جانی خیل ولسوالی پاکسازی ماموریت شروع سوی دی.

 

 

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کی راغلی دی چی دا ماموریت نن سهار د ۲ بجو په شاوخوا شروع سوی او ځواکونه ولسوالی ته داخل سوی دی او د پاکسازی لپاره هڅی روانی دی.

د خبرپاڼۍ په اساس تراوسه اته تنه وسله وال وژل سوی دی.

خبرپاڼه زیاته کړی دی: ددی لپاره چی غیری نظامیانو ته زیان ونه رسیږی او سیمه هم په ماینونو باندی پوښل سوی دی، دا ماموریت باید په ډیر دقت سره مخته یوړل سی.

د یومیاشت په شاوخوا د جانی خیل ولسوالی د طالبانو تر تصرف لاندی سو او د لس ورځو وروسته ملی دفاع وزارت ددی ولسوالی د پوره پاکولو لپاره آمادګی اعلان وکړ.

ظاهرآ دا تازه ماموریت په دی ولسوالی کی د هراس افګنانو بیا حضور شکاره کوونکی دی.

https://avapress.com/vdccm4qsx2bq0m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته