دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 149242
مسکو د ډیپلوماټیکو شخړو په لړ کې یو امریکايې ډیپلوماټ احضار کړی

د متحده ایالاتو او روسيې تر منځ د روانې ډیپلوماټیکې شخړې په لړ کې مسکو پرون شنبه یو لوړ رتبه امریکايې ډیپلوماټ احضار کړ.

د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په مسکو کې د امریکا د سفارت مرستیال انتوني ایف ګاډفري ته يې د هغه پلان پر وړاندې خپل اعتراض وړاندې کړ چې له مخې يې امریکا غواړي په واشنګټن کې د روسيې د یوه سوداګریز ماموریت په ودانۍ کې پلټنه وکړي.

متحده ایالاتو د دغه ماموریت د تړولو اعلان کړی دی.

روسيې دا پلان غندلی او وايي چې دا غیر قانوني عمل په امریکا کې د روسيې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو پر وړاندې یو بې سابقه یرغل دی.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وايي، ځانګړې روسيې ضد امریکايي ادارې، ښايي په دې ودانۍ کې د دسيسې جوړولو د موادو په اېښودلو سره، دا پلټنه د روسيې ضد احساساتو لپاره وکاروي .

امریکا وروسته تر هغې په واشنګټن کې د روسيې د دغه ډیپلوماټیک ماموریت د تړلو پرېکړه وکړه چې روسيې د جولايی په ۲۸ مه له امریکا وغوښتل چې په مسکو کې د خپل سفارت ۷۵۵ کارکوونکي وباسي.

په اوکراین کې د روسيې له مداخلې او د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې له ادعاو را هیسې د واشنګټن او مسکو تر منځ ډیپلوماټیکې اړیکې ترینګلې شوې دي.

په همدې حال کې کریملن پرون شنبه اعلان وکړ چې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې چې هر کال د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې جوړېږي، ګډون ونه کړي.

د کریملن ویاند ویلي چې پوتین د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون پروګرام نه لري، خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف به ورشي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkwnzi23nkid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته