دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 149590
کابل ښار کې د اختطافچیانو او غلو دوه خطرناکې ډلې نیول شوي

په پلازمینې کابل ښار کې د اختطافچیانو او وسله والو غلو دوه خطرناکې ډلې نیول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې لیکلي، چې د اختطافچیانو او وسله والو غلو دغه دوه ډلې د ملي امنیت ریاست موظفینو د عملیات په ترڅ کې له کابل ښار مختلفو سیمو څخه نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ډلې د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د وسله والو غلو په مختلفو پیښو او کابل ښاریانو په اختطافو کې بوخت ول.

د ملي امنیت ریاست په وینا، په نیول شویو کې محسن د اختطافچیانو او وسله والو غلو ډلمشر هم شامل دی.

ملي امنیت ریاست وایي، نورې کسان چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي په کې عبدالقدیر مشهور په خالد ده دانا او د یاد ډلې مرستیال ډلمشر، عمرا خان، فواد مشهور په رامز، محسن، او نور احمد مشهور په نور بي بي مهرو شامل دي.

 د افغانستان د ملي امنیت ریاست په وینا، نیول شوي کسان اعتراف کړي چې په کابل ښار کې د مختلفو کسانو د اختطاف په قضیو او نورو جرمونو کې لاس درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnn0fzyt0ok6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته