دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 150767
د کاسا زر پروژې ناسته دبۍ کې جوړه شوه

له مرکزي اسیا څخه پاکستان ته د برښنا د لیږد د پروژې ناسته په دوبۍ کې د اړونده هیوادونو د استازو ترمنځ جوړه شوه.

دا ناسته تیره ورځ (یک شنبې د تلې نهمه) په دبۍ کې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغزستان د استازو ترمنځ جوړه شوې چې د افغانستان له خوا د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني پکې ګډون کړی و.

د دې ناستې موخه د هغه پریکړه لیک لاسلیک کول و، چې له مخې یې د دې پروژې چارې په افغانستان کې پيلیږي.

دا پروژه د قرغزستان او تاجکستان برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لیږدوي.

د دې برښنا خط ۵۷۰ کیلومتره په افغانستان کې غزیږي او ټاکل شوې ده چې چارې یې د ۲۰۲۱ کال تر پایه پای ته ورسیږي.

د دې پروژې لګښت یو میلیارډه ډالر اټکل شوی او په لومړي پړاو کې به یې ۱۰۰۰ میګاواټ برښنا پاکستان ته ولیږدول شي.

افغانستان له د دې برښنا له لیږد څخه په کال کې میلیونونه عواید ترلاسه کوي او همدارنګه به د دې پروژې په امتداد کې پراختیایي پروژې هم پلي شي.

افغانستان له دې برښنا څخه ۳۰۰ میګاواټ برښنا هم اخلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0gb8zrhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته