د افغانستان ملي اردو او کومانډو ځواکونه له خپلو نړیوالو متحدینو او ملګرو څخه نوې وسلې او مهمات ترلاسه کوي.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، د افغانستان ملي اردو او کومانډو ځواکونو د جنګي وړتیاو د پیاوړتیا په موخه د بېلا بېلو وسلو او مهماتو یوه نوې جوپه تیره شپه کابل ته ورسیدې.
غوڅ ملاتړ ماموریت زیاتوي، چې د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانی – د افغانستان د امنیت د مرستندوی ادارې تیره شپه د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د وسلو او مهماتو دغه جوپه ترلاسه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز په اړه خپلې هڅې او فعالیتونه ګړندي ګړي دي.
افغان هوایي ځواکونه د شنبې په ورځ له ناټو ځواکونو څخه د UH-۶۰ یا بلک هاک هلیکوپټرو لومړی جوپه ترلاسه کړل.
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان کابو څو میاشتې مخکې ویلي وو، په پام کې ده چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوه برابره شي.