د پکتیکا ولایت چارواکي وایی، چې په بریدیو کې د پکتیا امنیه قوماندان توریالی عبدیاني له یو شمېر سرتېرو سره وژل شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د پکتیا ولایت ځايي چاروکو نن ورځ په دی اړه و یلی، چې د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ تهڅېرمه یو ځانمرګی برید شوی.
د دغه ولایت د ملي روغتون کارکوونکي رسنیوټه ویلی دی، چې په یاد پيښه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپيان دي.
د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیه قوماندان توریالي عبدیاني په شمول ۱۶ کسان په نننۍ حمله کې وژل شوي دی.
ویلکږی، چی دغه پېښه د سه شنبي په ورځ ۹:۳۰ رامنځته شوه ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه پيښه تایید کړی دی او وایی، چې په دغه پيښه کې ۷ انتحاریانو برخه درلوده چې دوو یې په موټر کې ځانونو ته چاودنې ورکړې او پاتې ۵تنه له افغان امنیتی ځواکونو سره په بریدو کې وژل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو د دغه پيښه مسوولیت منلی دی.